اسلام آباد۔3 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د نجكارۍ سلاحكار ايم علي وئيلي دي د وزیراعظم په مشرۍ كښې حكومت د نجكارۍ هدفونو سر كولو عزم لري٬ په نجكارۍ كښې د نړيوالې كچې پوهانو خذمات څخه استفاده كولې شي٬ د نجكارۍ مقصد د ادارو كاركردګي ښه كول او په اولسي كچه د غوره خذمات رسونه باوري كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د خزانې وفاقي …
د وزیراعظم په مشرۍ كښې حكومت د نجكارۍ هدفونو سر كولو لپاره عزم لري٬ د نجكارۍ مقصد د ادارو كاركردګي ښه كول او په اولسي كچه د غوره خذمات رسونه باوري كول دي: د وزيراعظم د نجكارۍ سلاحكار ايم علي خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد۔3 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د نجكارۍ سلاحكار ايم علي وئيلي دي د وزیراعظم په مشرۍ كښې حكومت د نجكارۍ هدفونو سر كولو عزم لري٬ په نجكارۍ كښې د نړيوالې كچې پوهانو خذمات څخه استفاده كولې شي٬ د نجكارۍ مقصد د ادارو كاركردګي ښه كول او په اولسي كچه د غوره خذمات رسونه باوري كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب ٬ نورو وفاقي وزيرانو او د حكومت معاشي ډلې سره خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د نجكارۍ عزم لري او د هغه په مشرۍ كښې په دې اړه بشپړ مرسته ترلاسه ده۔ ده وويل تېره مياشت مونږ د فرسټ وېمن بنک اولنے ټرانزېكشن كرے دے۔ ده ووئيل مونږ د تېرو څلورو مياشتو په مهال د نجكارۍ كمېشن استعداد زياتولو له په زړه پور كار كړے او د دغه اقداماتو په نتيجه كښې به د نجكارۍ عمل له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په نجکاری پروګرام 2024 – 2029 كښې 24 ادارې د نجكاري كمېشن ته وركړی شوي۔ ده ووئيل فرسټ ووېمن بنک د 5 اربه روپو په ایویلېواېشن پرائیوټائز كړے شو نو ټكونه وكړے شول چې بنك په 5 اربه روپۍ خرڅ كړے شو۔ په دې اړه به دوو څيزونو ته پام كول وي ٬ دا يو اېس اېم اي بنك ؤ د هغې نجكار نه وه شوې كوم چې بند كړے شو ولې چې وړوكے بنك زيات مسابقتي نه وي۔ دويم دا چې د فرسټ ووېمن بنك مجموعي اېكوئيټي 3 اربه روپۍ وه او د سټېټ بنك د لږ تر لږ كېپټل قانون د 10 اربه روپو دے۔ د فرسټ ووېمن بنک اېکوئیټی ویلیو 3 اربه روپۍ وه دا په ایویلیواېشن5 اربه روپۍ خرڅ كړے شوې وې او په دې حساب سره مونږ دغه پریمیئم ټو ایکوئیټی نزدې 60 فیصده څخه په زيات خرڅ كړو۔ ده ووئيل دغه بنك 31 كلونو څخه په نجكاري فهرست كښې ؤ ٬ اوس په كال 2025 كښې د دې د نجكارۍ عمل بشپړ كړے شو۔ د قامي فضائي كمپنۍ پي آئي اے نجكارۍ په اړه خپلو خبرو كښی ده ووئيل دا يو مهم ټرانزېكشن دے۔ د دې نجکارۍ لپاره سرمايه كارانو سره نزدې رابطې روانې دي ۔ ده ووئيل د پي آئي اے په نجكارۍ كښې خوښي لرونكې ټولې ډلې زياته تحربه لري او هيله ده چې هغوي به د دې ادارې ښه كولو اهليت لري۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي د روان كال پايې څخه وړاندې به د پي آئي اے د نجكارۍ عمل بشپړ كړے شي۔ د هاؤس بلډنګ فنانس كارپورېشن په اړه د وزيراعظم سلاجكار ووئيل د دې په نجكارۍ هم كار روان دے٬ كه د ایویلیواېشن له مخې آفر راغلو نو مخ په وړاندې به لاړ شوو۔ ده ووئيل پاكستان د تېرو دوو كلونو په مقابل كښې په زيات ښه پوزيشن دے۔ د خزانې وزير او د حكومت د اقتصادي ډلې د هڅو په نتيجه كښې قامي معيشت ښه شوے دے۔ ده ووئيل د ډسكوز څانګه زياته مهمه ده ٬ مونږ د آئیسکو، ګېپکو او فېسکو د نجكارۍ عمل پېل كړے دے۔ ده ووئيل د نجكارۍ عمل كښې بېلې مسئلې رامخې ته كيږي د كومو په ختمولو چې مونږ كار كوو۔ د زرعي ترقیاتي بېنک په اړه ده ووئيل مالیاتی سلاحكار ټاكلے شوے ۔ ده ووئيل په جینکوز، په اېل اېن جی چلېدونكي پلانټس او د جامشورو کول فائر پلانټ په شمول په سټېټ لائف انشورنس کارپورېشن هم كار پېل كړے شوے او په راروانو درېو څلورو مياشتو كښې به د سلاحكارانو د تعيناتولو عمل بشپړ شي۔ دغسې د ایئرپورټس مېنجمنټ هم نجي څانګې ته سپارلو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل په ایئرپورټس به نزدې د يو ارب ډالر سرمايه كارۍ كولو ته اړتيا وي۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې نجكارۍ څخه وروستو د قامي اثاثو كاركردګي ښه شي٬ اولس ته په زړه خذمات ورسولې شي۔ ده ووئيل مونږ د ملازمينو د حقونو تحفظ ته هم اهميت وركوو دغسې چې په مسابقتي بنيادونو مارکیټ اکانومی ته وده وركړې شي۔ ده د توان او ټرانسپورټ په اړه ووئيل دا دوه سېكټر داسې دي چې كه دې كښی ماركيټ بېس مسابقت نه وي نو ماركيټ پرمختګ نه شي كولې ۔ ده ووئيل كه مونږ په دې متفق يوو چې د حكومت كار كاروبار كول نه دي نو مونږ له به د سټرټېجك اثاثو نه علاوه د نورو اثاثو كه هغه په ګټه روانې وي يا خساره٬ نجكاري به كول وي











