اسلام آباد۔3نومبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سبا (د نهې په ورځ) د قطر پلازمينه دوحه کښې د ټولنیزې پراختیا په اړه نړیوالې سرمشريزې غونډې ته خطاب كوي۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ګل په ورځ د جاري شوې يوې اعلاميې له مخې آصف علي زرداري د ګل ورځې څخه تر شورو ورځې د ټولنيزې پراختيا په اړه نړيواله سرمشريزه غونډه كښې ګډون لپاره د قطر …
صدر آصف علي زرداري سبا دوحه کښې نړیوالې سرمشريزې غونډې ته خطاب كوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔3نومبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سبا (د نهې په ورځ) د قطر پلازمينه دوحه کښې د ټولنیزې پراختیا په اړه نړیوالې سرمشريزې غونډې ته خطاب كوي۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ګل په ورځ د جاري شوې يوې اعلاميې له مخې آصف علي زرداري د ګل ورځې څخه تر شورو ورځې د ټولنيزې پراختيا په اړه نړيواله سرمشريزه غونډه كښې ګډون لپاره د قطر پلازمینې دوحې په سركاري دوره دے۔ دا غونډه د قطر لخوا کوربه توب کیږي چې پکښې د دولتونو او حكومتونو ګڼ شمېر مشران ګډون كوي۔ د غونډې هدف دوامداره پراختیا او تلپاتي پرمختګ لپاره د 2030 ايجنډا ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو هڅو لا پیاوړتیا ده. د غونډې په پايه کښې به د دوحې سیاسي اعلاميې منظوري وركولې شي۔ د بیان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري به د نومبر په څلورمه نېټه غونډې ته خطاب كوي چې پكښې به د ټولنیز انصاف ، مساوات او بشري وقار د ودې لپاره د نړیوالې همکارۍ د زیاتوالي په اړتیا ټینګار وکړي۔ هغه به د ټولنیزې پراختیا او پرمختګ ملاتړ لپاره د ټولشموله او اصلاح شوي نړیوال مالي جوړښت اهمیت هم په ډاګه كړي۔ صدر مملكت به په خپل خطاب كښې د بې وزلۍ ختمولو ٬ روغتيا ٬ زده كړو او تلپاتي پرمختګ په څانګو كښې د پاكستان په كاميابو رڼا اچوي۔ د غونډې په موقع به صدر مملكت آصف علي زرداري د نړۍ له بېلابېلو مشرانو سره دوه اړخیزه ملاقاتونه هم وكړي











