تل پاتې نمو لپاره ډھانچه جاتي اصلاحات ضروري دي۔ د خزانې وزيرسېنېټر اورنګزيب د حکومت معاشي ډلې سره پرېس بريفنګ

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي تل پاتې نمو لپاره د عروج و زوال د چکر نه وتل او معاشي استحکام او سازګار جيوپوليټيکل حالات زياتې سرمايه كارۍ او تجارت لپاره كارول زمونږ نظر دے، په ډھانچه جاتي اصلاحات عمل درآمد روان دے، تل پاتې نمو لپاره ډھانچه جاتي اصلاحات ضروري دي٬ وزيراعظم د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره …

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي تل پاتې نمو لپاره د عروج و زوال د چکر نه وتل او معاشي استحکام او سازګار جيوپوليټيکل حالات زياتې سرمايه كارۍ او تجارت لپاره كارول زمونږ نظر دے، په ډھانچه جاتي اصلاحات عمل درآمد روان دے، تل پاتې نمو لپاره ډھانچه جاتي اصلاحات ضروري دي٬ وزيراعظم د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره قائدانه کردار لوبوي۔ د ګل په ورځ د حكومت معاشي ډلې سره پرېس كنفرنس په مهال د خزانې وزير ووئيل معاشي استحکام ترلاسه كولو لپاره تل پاتې نمو زمونږ هدف دے، د اوپن اكانومي صورتحال مستحکم دے او د درېو نړيوالو کريډټ ريټنګ ايجنسيو لخوا د پاکستان په کريډټ ريټنګ كښې د بهترۍ او د آئي ايم ايف سټاف ليول لوظنامې سره د پاکستان په معاشي ارڅ سمېدو د بهرني باور عكاسي كېږي۔ ده ووئيل ټيکس، توان، په سرکاري ادارو كښې اصلاحات، رائټ سائزنګ او د نجکارۍ په څانګه كښې ېپشرفت روان دے۔٬ وزيراعظم د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره قائدانه کردار لوبوي۔

مزید خبریں