پاكستان موسمياتي بدلون زيات ځپلے دے ٬ ډيزاسټر چې چرته هم وي زيات زيان د بې وزلو كيږي : سينيټر شيري رحمان

اسلام آباد۔3 نومبر(اے پی پی) موسمياتي بدلون لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چیئرپرسن او د پيپلز پارټي لارښودې شیری رحمان وئيلي دي پاکستان موسمیاتی بدلون زيات ځپلے دے او لا ځپلے كيږي ، هلال احمر پاکستان تل په فرنټ لائن ولاړ پاتي شوے او ما هم د انسانيت خذمت كونكې دې ځانګړې ادارې مشري كړې ده٬ ډيزاسټر كه هر چرته وي زيات زيان بې وزلو ته رسي٬ مونږ به …

اسلام آباد۔3 نومبر(اے پی پی) موسمياتي بدلون لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چیئرپرسن او د پيپلز پارټي لارښودې شیری رحمان وئيلي دي پاکستان موسمیاتی بدلون زيات ځپلے دے او لا ځپلے كيږي ، هلال احمر پاکستان تل په فرنټ لائن ولاړ پاتي شوے او ما هم د انسانيت خذمت كونكې دې ځانګړې ادارې مشري كړې ده٬ ډيزاسټر كه هر چرته وي زيات زيان بې وزلو ته رسي٬ مونږ به په كوپ 30 كښې د پاكستان مقدمه په غوره ډول وړاندےې كړؤ٬ د هلال احمر پاكستان لخوا نېشنل ډائيلاګ يو مهم ګام دے٬ مونږ تلپاتې اقدامات ته اړتيا لرؤ٬ بې وزلۍ كښې زياتوالي ٬ زياتوو بارانونو ٬ سېلاب ٬ چرقونو ٬ اوچ كالۍ او د كاربن اخراج په شمول نورو مسئلو پاكستان ته نه ترسره كېدونكے زيان رسولے دے٬ مونږ د ډينګي او مليريا په شمول بېلو رنځونو سره هم مخ يوو۔ دې د ګل په ورځ د هلال احمر پاکستان تر سېوري لاندې پری کوپ 30 نېشنل ډائیلاګ ته خطاب كولو۔ دې ووئيل مونږ د آلودګۍ ختمولو ٬ د پلاسټك كارول كمولو او اونې بوټي نالولو كښې كامياب شوي يوو۔ دې موسمياتي بدلون سره همغږۍ لپاره د پورته كړے شوو ګامونو ذكر هم وكړو۔ دې په زمكه كښې د اوبو كچې په كمېدو ٬ د ګليشئر په ويلې كېدو او د بندونو جوړولو په شمول په نورو مسئلو هم رڼا واچوله۔ د هلال احمر پاكستان چیئرپرسن فرزانه نائیک په پری کوپ نېشنل ډائیلاګ كښې د ګډون كوؤنكو مننې كولو سره د ګډو اقداماتو او تلپاتې همكارۍ په اهميت زور راوړو۔ دې ووئيل هيله ده چې کوپ 30 څخه به مونږ ته تکنیکی همكاري ٬ مالي مرسته او په بېلو څانګو كښې تربيه ترلاسه شي۔ دې ووئيل موسمياتي بدلون د يو هېواد نه بلكې دا نړيوال چېلنج دے۔ دې د هلال احمر پاكستان په ماحول دوست فعاليتونو رڼا هم واچوله۔ دې څخه وړاندې د هلال احمر پاكستان سېكرټري اېم عبېد اے خان د هر كلي خطبه كښې د موسمياتي بدلون مخ نيوي او مطابقت لپاره د پورته كړو ګامونو ذكر كولو سره ګډون كوؤنكو ته هركلے اووې۔ د فورم په پايه كښې د هلال احمر پاکستان چیئرپرسن محترمه فرزانه نائیک سېنېټر شيري رحمان ته د هلال احمر پاکستان یادګاری شیلډ وركړو۔ په پېنل كښې ګډون كوؤنكو استازو ته هم يادګاري شېلډونه ډالۍ كړے شول

مزید خبریں