نوے ډيلے۔3نومبر (اے پي پي) په آپریشن سندور كښې د هند عبرتناکې ماتې خوړولو نه وروستو د وزیراعظم نریندر مودي مجرمانه خاموشي هېواد كښې د سیاسي طوفان باعث جوړېږي ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه د مودي حکومت په دې خاموشۍ د حزب اختلاف ګوندونه شدید ټكونه كوي او د امریکې صدر د پاکستان په حق كښې بیانونه د هندي حکومت لپاره لا شرمندګي راپیدا کوي ۔ د کانګریس …
د آپریشن سندور په ناکامۍ د مودي خاموشي په هند كښې د سیاسي طوفان باعث ګرځي، د مخالفې ډلې لارښود

مزید خبریں
نوے ډيلے۔3نومبر (اے پي پي) په آپریشن سندور كښې د هند عبرتناکې ماتې خوړولو نه وروستو د وزیراعظم نریندر مودي مجرمانه خاموشي هېواد كښې د سیاسي طوفان باعث جوړېږي ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه د مودي حکومت په دې خاموشۍ د حزب اختلاف ګوندونه شدید ټكونه كوي او د امریکې صدر د پاکستان په حق كښې بیانونه د هندي حکومت لپاره لا شرمندګي راپیدا کوي ۔ د کانګریس لارښود راهول ګاندھي په مودي ټكونه كولو سره ووئېل مودي يو بزدل انسان دے كوم چې هيڅ وژن نه لري ، هغه د امریکې صدر په وړاندې د اودرېدو همت نه لري ، د هغه په حکم آپریشن سندور اودرولے شو ۔ د کانګریس سینئر لارښود سوپریا شري نیت ووئېل د ټرمپ تر مخه 7 د هند الوتكې راغورځولې شوي او د مودي خاموشي د دې خبرې ثبوت دے چې هغه دا رښتيا تسلیم کړې دي ۔ د آپریشن سندور ناکامۍ نه پس هند د دروغو خبرونو او ډونډورې د لارې د پاکستان خلاف منظم كمپائن پېل كړے دے ۔ د هند پروپیګنډې تازہ مثال په کوټ رادھا کشن كښې د ډزو تبادلې نه پس رامخې ته شو چرته چې 28 كلنه سوداګر شیخ معیز په حق ورسېد ۔ د پولیس د اړخه د دې خبرې تصدیق کولو باوجود چې د هغه د كوم عسکریت پسند تنظیم سره هيڅ تعلق نه ؤ ، د هندۍ میډیا پراپیګنډا كمپائن روان ؤ ۔ د كال 2025 په مينځومانه كښې هند كښې د دروغو خبرونو 1,087 نه زياتې پیښې ریکارډ کړے شوي چې پكښې د سوشل میډیا نیټ ورکس د لارې فرقه وارانه تشدد له پوكي وركړې شوي دي۔











