تل پاتې نمو لپاره ډھانچه جاتي اصلاحات ضروري دي٬ وزيراعظم د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره قائدانه کردار لوبوي ۔ د خزانې وزيرسېنېټر اورنګزيب د حکومت معاشي ډلې سره پرېس بريفنګ

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي تل پاتې نمو لپاره د عروج و زوال د چکر نه وتل او معاشي استحکام او سازګار جيوپوليټيکل حالات زياتې سرمايه كارۍ او تجارت لپاره كارول زمونږ نظر دے، په ډھانچه جاتي اصلاحات عمل درآمد روان دے، تل پاتې نمو لپاره ډھانچه جاتي اصلاحات ضروري دي٬ وزيراعظم د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره …

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي تل پاتې نمو لپاره د عروج و زوال د چکر نه وتل او معاشي استحکام او سازګار جيوپوليټيکل حالات زياتې سرمايه كارۍ او تجارت لپاره كارول زمونږ نظر دے، په ډھانچه جاتي اصلاحات عمل درآمد روان دے، تل پاتې نمو لپاره ډھانچه جاتي اصلاحات ضروري دي٬ وزيراعظم د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره قائدانه کردار لوبوي۔ د ګل په ورځ د حكومت معاشي ډلې سره پرېس كنفرنس په مهال د خزانې وزير ووئيل معاشي استحکام ترلاسه كولو لپاره تل پاتې نمو زمونږ هدف دے، د اوپن اكانومي صورتحال مستحکم دے او د درېو نړيوالو کريډټ ريټنګ ايجنسيو لخوا د پاکستان په کريډټ ريټنګ كښې د بهترۍ او د آئي ايم ايف سټاف ليول لوظنامې سره د پاکستان په معاشي ارخ سمېدو د بهرني باور عكاسي كېږي۔ ده ووئيل ټيکس، توان، په سرکاري ادارو كښې اصلاحات، رائټ سائزنګ او د نجکارۍ په څانګه كښې ېپشرفت روان دے۔٬ وزيراعظم د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره قائدانه کردار لوبوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په برامدات كښې 8.2 فيصد اضافه شوې ٬ تجارتي خساره 9 فيصد زياته شوې ده خو د ترسيلات زر زياتوالے د دې اثرات زائل كولو له مرسته كړې ٬ د حسابات جاريه د کھاتو خساره هم په قابو كښې ده٬ په نومبر كال 2025 كښې د قامي مالياتي کميشن د پرانستې غونډه متوقع ده۔ ده ووئيل ډھانچه جاتي اصلاحات په منطقي ډول بشپړول ضروري دي، ګراني سنګل ډيجټ كښې ده٬ د كابينې لخوا اي سي سي ته امر شوے او د دې او د ھغې په رڼا كښې په ګرانۍ قابو موندلو لپاره د اقدامات نګراني روانه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب د خزانې وزير ووئيل اېن اېف سي آئيني فورم دے او د دې په چارو به هم په دې فورم كښې خبرې كېږي٬ ده ووئيل پاليسي ريټ كښې كمي څخه د مالياتي ګنجائش پيدا كولو هڅې روانه دي۔ د پرېس بريفنګ په مهال د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال٬ د خزانې سيکرټري خزانه امداد الله بوسال هم په پوښتنو او ځوابونو كښې برخه واغستله۔

مزید خبریں