اسلام آباد۔3نومبر(اے پی پی) د سركاري سكيم لاندې د حج 2026 درخواست وركوؤنكو څخه د واجبات دوهم قسط وصولول پيل شوې دي كوم به چې د روانې نومبر مياشتې تر 15 مې نېټې دوام لري٬ د حج واجبات دويم قسط 6 لكه 50 زره روپۍ دے ٬ د دويم قسط په وخت د نه جمع كېدو په صورت به حج درخواست منسوخ كولې شي۔ د ګل په ورځ د مذهبي …
د سركاري سكيم لاندې د حج 2026 درخواست وركوؤنكو څخه د واجبات دوهم قسط جمع كېدل پيل شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔3نومبر(اے پی پی) د سركاري سكيم لاندې د حج 2026 درخواست وركوؤنكو څخه د واجبات دوهم قسط وصولول پيل شوې دي كوم به چې د روانې نومبر مياشتې تر 15 مې نېټې دوام لري٬ د حج واجبات دويم قسط 6 لكه 50 زره روپۍ دے ٬ د دويم قسط په وخت د نه جمع كېدو په صورت به حج درخواست منسوخ كولې شي۔ د ګل په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د سركاري سكيم لاندې د حج 2026 درخواست كوؤنكو څخه د واجبات دوهم قسط وصولي پيل شوې ده ٬ ټول درخواست كوؤنكي دې په اړوند بنكونو كښې دويم قسط جمع كولو سره کمپیوټرائزډ رسيد ترلاسه كړي۔ د دويم قسط نه جمع كېدو په صورت به حج درخواست منسوخ كولې شي۔ په دې لړ كښې آن پورټ هم كارېدې شي۔ ده ووئيل كوم كسان چې په مكه مكرمه كښې د ډبل بېډ فېملي روم اختیاري سهولت ترلاسه كول غواړي هغه به سړي سر 2 لكه روپۍ اضافي جمع كوي۔ دغسې ټرپل بېډ فېملی روم لپاره به سړي سر 67 زره روپۍ جمع كول وي۔ وروستو به حج پېكج نه شي بدلولې ځكه چې د دوېم قسط جمع كولو په وخت دې د پېكج ټاكنه وكړې شي۔ده ووئيل كه دويم قسط په وخت جمع نه كړے شي نو درخواست به منسوخ تصور كولې شي۔ د منسوخ شوو درخواستونو پاتي رقم به د اړوندو بېنكو اكاؤنټس ته بېرته لېږلې شي۔ حج له تلوونكو ته د مذهبي چارو وزارت لخوا دا هدايت شوے چې هغوي وزارت سره تماس نيولو له پاک حج 2026 موبائل اېپ وكاروي۔











