کابل۔3نومبر(اے پی پی) د افغانستان په قطبي برخه كښې د زلزلې د لاسه لږ تر لږ 9 كسان مړه او د سوونو په شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د امريكائي جيولوجيكل سروے له مخې د هېواد په قطبي برخو كښې د شپې په وخت د راغلې زلزلې شدت په رېكټر سكېل 6.3 ؤ ٬ د دې مركز د زمكې كچې څخه 28 کلومیټر ژور مزار شريف ته نزدے ؤ۔ اے …
په افغانستان كښې سخته زلزله ٬ 9 كسان مړه ٬ د سوونو په شمير ټپيان

مزید خبریں
کابل۔3نومبر(اے پی پی) د افغانستان په قطبي برخه كښې د زلزلې د لاسه لږ تر لږ 9 كسان مړه او د سوونو په شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د امريكائي جيولوجيكل سروے له مخې د هېواد په قطبي برخو كښې د شپې په وخت د راغلې زلزلې شدت په رېكټر سكېل 6.3 ؤ ٬ د دې مركز د زمكې كچې څخه 28 کلومیټر ژور مزار شريف ته نزدے ؤ۔ اے اېف پی د روغتيا محكمې وياند كمال خان زدران حوالې سره وئيلي چې د بلخ ولايت په سرښار مزار شريف كښې د زلزلې د لاسه 4 كسان په حق ورسېدل او روغتون ته 120 ټپيان راورسولې شول كومو ته چې طبي مرسته وركولې شي۔ دغسې بلخ سره پېوست سمنګان ولايت كښی 5 كسان مړه او 143 ژوبل شول۔ د زلزلې د لاسه خلك ويرې سره مخ شول او له كورونو څخه بهر راووتل۔ د زلزلې جړقونه مركز څخه 420 کلومیټره لرې په كابل كښی هم محسوس شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د افغانستان په ختيز كښې د روان كال اګست مياشت كښې د 6 شدت زلزلې په نتيجه كښې يو شمېر كلي لمنځه تلي وو او 2,200 څخه زيات كسان په حق رسېدلې وو۔ دغسې په كال 2023 كښې ايراني پولې ته نزدې هرات او په كال 2022 كښې په ننګرهار ولايت كښې د زلزلو د لاسه د سوونو په شمېر كسان مړه او د زرګونو په شمېر كورونه ويجاړ شوي وو۔











