آزاد ٬ ذمه وار او محفوظ صحافت جمهوريت او د قانون حكمرانۍ له ضروري دے: سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې آزاد ٬ ذمه وار او محفوظ صحافت جمهوريت او د قانون حكمرانۍ تحفظ له ضروري دے۔ د اتوار په ورځ د خبريالانو په ضد د جرمونو ختمولو نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام كښی د سېنېټ چيئرمېن په دې خبره زور راوړو چې خبريال د سپېځلتيا ٬ ځواب وركول او اولسي شعور بېدارولو او د …

اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې آزاد ٬ ذمه وار او محفوظ صحافت جمهوريت او د قانون حكمرانۍ تحفظ له ضروري دے۔ د اتوار په ورځ د خبريالانو په ضد د جرمونو ختمولو نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام كښی د سېنېټ چيئرمېن په دې خبره زور راوړو چې خبريال د سپېځلتيا ٬ ځواب وركول او اولسي شعور بېدارولو او د دې په ډاګه كولو سره د جمهوريت په مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د رښتيا په تكل كښې خبريالان خپله مړانه او فرض شناسي په زياتره وخت كښې دوئي سنګينو خطرو سره مخ كوي٬ له دې كبله د دوئي سلامتيا د رياست او ټولنې ګډه ذمه واري ده۔ ده په نړيواله كچه خبريالانو ته په زياتېدونكو پېښو ژوره اندېښنه ښكاره كلو سره ووئيل چې په داسې جرمونو كښې ككړ كسان نه سزا كېدل د انصاف نفي ده۔ دې سره جمهوري ادارې كمزورې كيږي او دا د رايې غلې كولو مترادف دي۔ ده ووئيل سېنېټ د خبريالانو په ضد د هر ډول تشدد سخته غندنه كوي۔ ده ووئيل ميډيا سره د تړون لرونكو په ضد دې د جرمونو حوالې سره د عدم برداشت پالېسي اختيار كړې شي۔ ده ووئيل آزاد ٬ ذمه وار او محفوظ صحافت جمهوريت او د قانون حكمرانۍ تحفظ له ضروري دے۔ ده د بشري حقونو او د رايې آزادۍ نړيوالو اصولو د خيال ساتلو عزم پخلي كولو سره په اړوندو رياستي ادارو ٬ سول سوسائټۍ او نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه بايد داسې اقدامات وكړي چې ورسره خبريالان د له كومې يورې او خطر پرته خپل فرض ترسره كړے شي۔

مزید خبریں