اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ترك خارجه وزير په بلنه (سبا) د ګل په ورځ د نومبر په 3 مه نېټه په يوه ورځنۍ دوره استنبول ته روانېږي چرته به چې هغه د عرب – اسلامي خارجه وزيرانو په رابطه غونډه كښې ګډون كوي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې استنبول غونډه كښې به پاکستان …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سبا په يوه ورځنۍ دوره استنبول ته روانيږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ترك خارجه وزير په بلنه (سبا) د ګل په ورځ د نومبر په 3 مه نېټه په يوه ورځنۍ دوره استنبول ته روانېږي چرته به چې هغه د عرب – اسلامي خارجه وزيرانو په رابطه غونډه كښې ګډون كوي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې استنبول غونډه كښې به پاکستان د جنګ بندۍ په لوظنامه د بشپړ عملدرآمد ٬ مقبوضه فلسطيني سيمو په خاص توګه غزه څخه د اسرائيلي پوځ د بشپړه وتلو ٬ فلسطيني اولس ته په پرله پسې توګه د بشري مرستې رسنې او د غزه د بياودانۍ په حاجت زور راوړي۔ پاكستان نورو اووه عرب او اسلامي هېوادونو سره په دې اقدام كښې فعاله برخه اخستې ده چې په نتيجه كښې يۍ په شرم الشېخ كښې غزه امن لوظنامه لاس ليك شوه۔ پاكستان به دا خبره تكراروي چې ټولو فريقو له به په ګډه د يو آزاد فلسطيني رياست جوړولو هڅو كښې تندي رامخې ته كول وي د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي او كوم چې د عرب منصوبې او د ملګرو ملتونو د قراردادوو له مخې كال 1967 څخه په وړاندې پولو مشتمل وي۔ پاكستان امن، انصاف او د فلسطینی اولس د عزت نفس بحالۍ او د هغوي د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د خپلو هڅو دوامدار ساتلو په عزم ولاړ دے۔











