اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) صدرِ مملكت آصف علی زرداری به په قطر كښې كيدونكي دويم نړيوال سماجي پرمختيائي كنفرنس كښې ګډون كوي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا كنفرنس د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې 4 څخه تر 6 نومبر په دوحه كيږي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري به سماجي پرمختګ ٬ د روزګار موقعو ته وده وركولو …
صدرِ آصف علی زرداری به په قطر كښې كيدونكي دويم نړيوال سماجي پرمختيائي كنفرنس كښې ګډون كوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) صدرِ مملكت آصف علی زرداری به په قطر كښې كيدونكي دويم نړيوال سماجي پرمختيائي كنفرنس كښې ګډون كوي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا كنفرنس د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې 4 څخه تر 6 نومبر په دوحه كيږي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري به سماجي پرمختګ ٬ د روزګار موقعو ته وده وركولو او بشپړه معاشي نمو لپاره د پاكستان عزم په ډاګه كولو سره سماجي تحفظ ٬ بې وزلۍ كښې كمي او د كمزور طبقو په استحكام كښې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام په بنيادي كردار رڼا اچوي۔ صدر آصف علی زرداری به د دوحه الائنډ سوشل پروټېکشن اېنډ جابز کمپېکټ (2026-28) پېل لپاره د پاكستان د تيارۍ حوالې سره هم د خپلو خيالاتو څرګندونه كوي۔ صدرِ مملکت به دوحه پولیټیکل ډېکلرېشن او نړيوالو لوظونو سره همغږي لرونكې د پاكستان منصوبې په ډاګه كړي۔ صدر آصف علی زرداری به پرمختيائي او نړيوالو مالياتي ادارو سره د نزدې مرستې عزم پخلے وكړي۔ صدرِ مملکت به د اېس ډی جی اسټیمولس، سماجي او ماحولياتي بدلونونو لپاره د پور و د چين ګلوبل ډيوېلپمنټ انېشي اېټو په څير سرچينو دلارې د مالي وسائول په اهميت زور راوړي۔ صدرِ مملکت به د دوحه سرمشريزې غونډې نتيجو عملي كولو او تلپاتې او ټول شموله پرمختګ لپاره د پاكستان د عزم پخلے كوي۔ په دې موقع به صدر مملكت نړيوالو او سيمه ايزو مشرانو په خاص توګه د قطر مشرتابه او د ملګرو ملتونو به شمول د مهمو نړيوالو تنظيمونو مشرانو سره مهم ملاقاتونه كوي۔











