د وزيراعظم شهباز شريف احسن بھون ته د اسلام آباد بار كونسل او پنجاب بار كونسل په ټاكنو كښې په بريا ترلاسه كولو مباركي

اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف انډیپینډنټ ګروپ او او د دے مشر احسن بھون ته د اسلام آباد بار كونسل او پنجاب بار كونسل په ټاكنو كښې په ښكاره بريا ترلاسه كولو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې ماته باور دے چې نوې ټاكلې شوې عهدېداران به پېشه ور مهارت او د ټولنې ژور احساس سره خپل خذمات ترسره كوي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا …

اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف انډیپینډنټ ګروپ او او د دے مشر احسن بھون ته د اسلام آباد بار كونسل او پنجاب بار كونسل په ټاكنو كښې په ښكاره بريا ترلاسه كولو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې ماته باور دے چې نوې ټاكلې شوې عهدېداران به پېشه ور مهارت او د ټولنې ژور احساس سره خپل خذمات ترسره كوي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم انډیپینډنټ ګروپ، احسن بھون او كاميابي ترلاسه كوؤنكو ټولو وكيلانو لپاره د نېكو هيله څرګندونه كولو سره ووئيل وكيلان د جمهوريت مضبوطيا ٬ د انصاف باوري كولو او د وګړو د حقونو تحفظ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل باور لرم چې چې نوې ټاكلې شوې عهدېداران به پېشه ور مهارت او د ټولنې ژور احساس سره خپل خذمات ترسره كوي۔ وزيراعظم ووئيل هيله لرم چې دوئي به د عدليه او قانون سرلوړۍ له هم خپل بشپړ رول لوبوي۔ ده ووئيل د قانون وزيراعظم نذير تارړ د وكيلانو مسئلې حل كولو له په زړه پورې او فعاله هڅې كوي او هغوي سره رابطه كښې پاتې كيږي۔ ده ووئيل وكيلان له سياستي تړون پرته پاتې كېدو سره په خپل اصولي دريځ ولاړ پاتې شوې دي۔

مزید خبریں