اسلام آباد۔02نومبر(اے پی پی) په اسلام آباد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د ډينګي وائرس نور 23 كېسونه رپورټ شوي۔ د اتورا په ورځ د ضلعي انتظاميې لخوا د جاري شوي بيان له مخې په اسلام آباد كښې د ضلعي انتظاميې لخوا په ډينګي قابو موندلو له سخت اقدامات روان دي۔ د ډينګي لاروا د خپرېدو مخه نيولو له د ښار په بېلو سيمو كښې فوكنګ عمل بشپړ …
وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې په تيرو 24 ساعتو كښې د ډينګي نور 23 كيسونه رامخې ته شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔02نومبر(اے پی پی) په اسلام آباد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د ډينګي وائرس نور 23 كېسونه رپورټ شوي۔ د اتورا په ورځ د ضلعي انتظاميې لخوا د جاري شوي بيان له مخې په اسلام آباد كښې د ضلعي انتظاميې لخوا په ډينګي قابو موندلو له سخت اقدامات روان دي۔ د ډينګي لاروا د خپرېدو مخه نيولو له د ښار په بېلو سيمو كښې فوكنګ عمل بشپړ كړے شو۔ تېره ورځ په مجموعي توګه د ښار په بېلو سيمو كشې 30137 انسپېكشنز بشپړ كړې شول۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال 23 نوې كېسونه رامخې ته شول۔ د لاروا چېكنګ په مهال 185 پازېټيو هاټ سپاټس په ګوته كړې ول۔ 17 كېسونه په رورل ايرياز او 6 په اربن اېرياز كښې رامخې ته شول۔ په وفاقي پلازمينه كښې دا مهال د 67 رنځورانو درملنې روانې دي۔ بېلو سېكټرو كښې په 1142 ځايونو سپرے وكړې شوه۔ د ضلعي انتظاميې له مخې د فیلډ عملې لخوا په اولسي او رهائشي ځايونو كښې سپرے روانې دي۔ د ډينګي اېس او پيز خلاف ورزۍ په صورت كښې به ځايونه سيل كولو سره قانوني كارروائي عملي كولې شي۔ اسلام آباد ډينګي څخه پاكولو له دې وګړي د فوګنګ عمل كښې بشپړه مرسته وكړي۔











