د افغان كډوالو عزت او احترام سره خپل وطن ته د ستنيدو لړۍ روانه ده ٬ چمن پولې څخه نزدې 10 زره 7 سوه افغان وګړي وليږلې شوو

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د افغان كډوالو عزت سره خپل وطن ته د ستنيدو لړۍ روانه ده ٬ تېره ورځ يوازې چمن پولې څخه نزدې 10 زره 7 سوه افغان وګړي احترام سره افغانستان ته وليږلې شوو۔ د تفصيلاتو له مخې د افغان كډوالو خپل وطن ته د بېرته لېږلو لړۍ چمن څخه وروستو د خالي په ورځ طورخم پولې څخه هم پېل كړې شوه۔ د سركاري شمېرو له مخې …

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د افغان كډوالو عزت سره خپل وطن ته د ستنيدو لړۍ روانه ده ٬ تېره ورځ يوازې چمن پولې څخه نزدې 10 زره 7 سوه افغان وګړي احترام سره افغانستان ته وليږلې شوو۔ د تفصيلاتو له مخې د افغان كډوالو خپل وطن ته د بېرته لېږلو لړۍ چمن څخه وروستو د خالي په ورځ طورخم پولې څخه هم پېل كړې شوه۔ د سركاري شمېرو له مخې تر دې دمه نزدې 15 لکه 60 زره افغان كډوال خپل وطن ته بېرته تلي دي۔ د افغان كډوالو واپسي د قانوني تګلارې له مخې عملي كولې شي۔ د هر يو وګړي دستاوېزات كتلې شي او بيا ورته د پولې پورې غاړه تللو اجازه وركولې شي۔ افغان كډوالو لپاره د اېف سي او سول انتظاميې لخوا استوګنې سره سره د خوراك څښاك انتظام هم شوے دے۔ پاكستان د افغان جنګ او خانه جنګۍ له امله تر 40 كالو د افغان وګړو خذمت كولو سره يو عظيم مثال وړاندے كړو۔ د افغان كډوالو خپل وطن ته د بېرته لېږلو ګام پاكستان خپله قومي سلامتيا په نظر كښې نيولو سره پورته كړے دے۔ پاكستان ته به اوس څوك له پاسپورټ او وېزې پرته راتللے نه شي۔ دا اقدام په پاك افغان اړيكو كښې د ګډ احترام مضبوط بنياد دے۔

مزید خبریں