د نورو 9 لكه نوې ټيكس فائيلر ټيكس نيټ ته راتلل د حكومت په پاليسيو د اولس د باور عكاسي كوي : وزيراعظم شهباز شريف

لاهور۔1نومبر(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف په مالي كال 2025ء كښې د 59 لکه ریکارډ ټېكس ګوشوارو په جمع كېدو د اېف بي آر چارواكو د كاركردګۍ او د ذمه وارۍ ثبوت په وړاندې كولو د اولس مننه كولو سره وئيلي دي چې د نورو 9 لكه نوې ټيكس فائيلر په ټيكس نيټ كښې راتلل د حكومت په پاليسيو د اولس د باور عكاسي كوي۔ د خالي په ورځ …

لاهور۔1نومبر(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف په مالي كال 2025ء كښې د 59 لکه ریکارډ ټېكس ګوشوارو په جمع كېدو د اېف بي آر چارواكو د كاركردګۍ او د ذمه وارۍ ثبوت په وړاندې كولو د اولس مننه كولو سره وئيلي دي چې د نورو 9 لكه نوې ټيكس فائيلر په ټيكس نيټ كښې راتلل د حكومت په پاليسيو د اولس د باور عكاسي كوي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل او كرم د ټېكس نظام اصلاحاتو مثبت نتيجې رامخې ته كيږي٬ په اېف بي آر كښې د مېرټ سرلوړي اولنۍ ترجيح ده۔ د قابل او محنتي افسرانو د ډاډګيرنې او د ناقص كاركردګۍ د حوصله شكنۍ نظام سره په اېف بي آر كښې پرفارمنس كلچر معارفي كړے شو۔ وزیرِ اعظم ووئيل د اېف بي آر د ډیجیټائزېشن نګرانۍ له مې پخپله هره اونۍ د غونډې مشري وكړه٬ ټېكس ګوشوارې آسانې كړې شوې٬ په بندر ځايونو د خود کار کلیئرنس نظام د لارې كرپشن ختم كړے شو او د پرفارمنس بهتري باوري كړې شوه۔ ده وئيل د ټېكس غلا مخنوې وكړې شو ٬ ټېكس آمدن كښې د تېرو كلونو په مقابله كښې د 9 اربه روپو اضافه د حكومت د اېف بي آر اصلاحاتو ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل د اېف بي آر نظام كښې پرله پسې اصلاحات روان دي۔ ده ووئيل د كرپشن او غېر رسمي معيشت بشپړه خاتمې له شپه او ورځ هڅې كوو۔

مزید خبریں