د ګلګت بلتستان پرمختګ او انصاف رسول باوري كولو له به مونږ ټولو د ګډ عزم پخلے كول وي: صدر مملكت آصف علي زرداري

ګلګت۔1نومبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ویلي دي چې ګلګت بلتستان ته ترقۍ وركولو او د ورورولۍ مثال جوړولو له مونږ ټولو له ګډ عزم تكرارول وي ٬ ګلګت بلتستان زما دوهم کور دے٬ دلته زړورو خلکو په خپله مرسته خپلواکي ترلاسه کړه او له پاکستان سره یوځای شول۔ هغه د خالي په ورځ د ګلګت بلتستان د خپلواکۍ د 77 مې آزادۍ ورځې په مناسبت د …

ګلګت۔1نومبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ویلي دي چې ګلګت بلتستان ته ترقۍ وركولو او د ورورولۍ مثال جوړولو له مونږ ټولو له ګډ عزم تكرارول وي ٬ ګلګت بلتستان زما دوهم کور دے٬ دلته زړورو خلکو په خپله مرسته خپلواکي ترلاسه کړه او له پاکستان سره یوځای شول۔ هغه د خالي په ورځ د ګلګت بلتستان د خپلواکۍ د 77 مې آزادۍ ورځې په مناسبت د پوځ هیلي پیډ ګراونډ ګلګت کښې د مشر میلمه په توګه مركزي دستورې ته خطاب كولو۔ هغه د ګلګت بلتستان د خپلواکۍ د مبارزې شهیدانو ته په زړه پورې ټكو کښې درناوی وړاندې کړو. صدر مملكت ووئيل چې د ذوالفقار علي بوټو د واکمنۍ راهیسې، د پاکستان پیپلز ګوند ګلګت بلتستان ته ځانګړی اهمیت ورکړے دےِ بوټو اېف سي آر ختم کړ، د قانون جوړونکي اسمبلۍ، ګورنر او وزیراعلی نظام یې معرفي کړوِ۔ هغه وویل چې په ګلګت بلتستان کښې بې شمیره معدني او سیاحتي فرصتونه شتون لري چې باید په بشپړه توګه ترې ګټه پورته شيِ سي پېك سره د پاکستان او چین ترمنځ دوستي نوره هم پیاوړې شوې ده او پرمختګ لپاره ډیر فرصتونه رامینځته شوي دي۔ صدر مملكت ووئيل پیپلز ګوند تل روغتیا او تعلیم ته لومړیتوب ورکړے دے۔ صدر مملكت دهند په پالېسيو ټاكنو كولو سره ووئيل چې هند كښې په كومو سيمو كښې د مسلمانانو اكثريت دے دغلته هغوي په اقليت كښې د بدلولو هڅې روانې دي۔ ده ووئيل تېرو 70 كلونو راهيسې د ګلګت بلتستان اولس پاكستان سره يو برابر ولاړ پاتے شوے دے۔ صدر مملكت ووئيل د نومبر اولنۍ نېټې يوازې د ګلګت بلتستان نه بلكې د ټول پاكستان د آزادۍ ورځ ده۔ په دې موقعه صدر مملكت د پرېډ معائنه هم وكړه۔ دې څخه وړاندې چې څه وخت صدر آصف علي زرداري د ګلګت ايئرپورټ ته ورسېد نو ګورنر سيد مهدي شاه او وزيراعلی ګلبرخان يۍ تود هركلے وكړو۔ دستورې ته خطاب كښې وزيراعلی ګلبر خان د آزادۍ په جشن كښې په ګډون كولو د صدر مملكت آصف علي زرداري مننه وكړه۔ ده ووئيل پيپلز ګوند په كال 2009 كښې ګلګت بلتستان ته شناخت وركړو په دې اولس د ګوند زياته مننه كوي۔ دوئي د پاك پوځ شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د مشرتابه ستائنه كولو سره ووئيل چې آپرېشن بنیان مرصوص سره د ګلګت بلتستان وقار لوړ شوے دے۔ په دستوره كښې د کمانډر ټن کور لېفټېننټ جنرل احسن عامر نواز، فورس کمانڈر شمالی علاقه جات مېجر جنرل سید امتیاز ګیلانی، نورو اعلی سول او عسكري چارواكو او ګن شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔

مزید خبریں