اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د ګلګت بلتستان مېړني او غېرتمند اولس له د آزادۍ ورځې په موقعه مباركي وركولو سره وئيلي دي چې وفاقی حکومت د ګلګت بلتستان تعمير او پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي٬ ګلګت بلتستان د سېلګرۍ حوالې سره په نړۍ كښې اعلی مقام لري۔ د خالي په ورځ د ګلګت بلتستان د آزادۍ ورځې …
د وفاقي وزير امير مقام د ګلګت بلتستان اولس له د آزادۍ ورځې په موقعه مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د ګلګت بلتستان مېړني او غېرتمند اولس له د آزادۍ ورځې په موقعه مباركي وركولو سره وئيلي دي چې وفاقی حکومت د ګلګت بلتستان تعمير او پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي٬ ګلګت بلتستان د سېلګرۍ حوالې سره په نړۍ كښې اعلی مقام لري۔ د خالي په ورځ د ګلګت بلتستان د آزادۍ ورځې په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې ده ووئيل دا يو ځانګړے اعزاز دے چې د ګلګت بلتستان اولس د خپل وطن د آزادۍ ورځ هر كال دوه وارې لمانځي۔ يو په 14 اګست او بله په 1م نومبر كله چې دوئي ډوګره حكومت څخه آزادي ترلاسه كولو سره پاكستان سره د الحاق تاريخي پرېكړې كړېوه۔ انجینئر امیر مقام ووئيل مونږ ددې خوشحالۍ په موقع كشميري او فلسطيني ورونړا خوېندې هم ياد ساتؤ۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د ګلګت بلتستان تعمير او پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي۔ ده ووئيل ګلګت بلتستان د سي پېك حوالې سره هم يوه مهمه منطقه ده۔ ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ نون په خپل دور كښې په ګلګت بلتستان كښې ريكارډ كارونه كړي دي او بيا به هم كوي۔











