استنبول ۔1نومبر (اے پی پی) د تركيه خارجه وزير هاکان فیدان اعلان كړے دے چې تركيه به غزه لپاره د امريكائي امن منصوبې په ملاتړ كښې په استنبول كښې كېدونكې د عرب او اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډې كوربتوب كوي۔ د العربیه اردو له مخې ده زياته كړه چې انقرہ په پټۍ كښې د جنګ بندۍ روانې پاتې كېدو سره اړوندې اندېښنې لري۔ د ترك خارجه وزارت وياند ووئيل …
غزه لپاره د امريكا امن منصوبې په ملاتړ كښې د عرب او اسلامي هيوادونو د خارجه وزيرانو غونډه د ګل په ورځ استنبول كښې كيږي : د تركيه خارجه وزير

مزید خبریں
استنبول ۔1نومبر (اے پی پی) د تركيه خارجه وزير هاکان فیدان اعلان كړے دے چې تركيه به غزه لپاره د امريكائي امن منصوبې په ملاتړ كښې په استنبول كښې كېدونكې د عرب او اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډې كوربتوب كوي۔ د العربیه اردو له مخې ده زياته كړه چې انقرہ په پټۍ كښې د جنګ بندۍ روانې پاتې كېدو سره اړوندې اندېښنې لري۔ د ترك خارجه وزارت وياند ووئيل چې په راروانه غونډه كښې به تركيه سره سره د سعودی عربستان، متحدہ عرب امارات، قطر،اردن، مصر، پاکستان او انډونیشیا خارجه وزيران ګډون كوي۔ هاکان فیدان وئيلي چې يو امن لوظنامه كېدونكې ده او دا ټولو لپاره د اميد څرك دے۔ ده زياته كړه چې راروانه غونډه كښې به ځينې مهمو پوښتنو ته خاص پاملرنه كولې شي لكه د امن منصوبې په لاره كښې خنډان څه دي؟ ٬ په كومو چېلنجونو بايد قابو وموندلے شي؟ دې نه پس به څه كول وي؟ مونږ به خپلو لوئيديزو ملګرو سره كومه خبره كوو؟ او امريكا سره روانو مذاكراتو لپاره كوم ډول ملاتړ كول دي۔ هاکان فیدان په اسرائيلي وزيراعظم تور ولګولو چې هغه په غزه كښې د جنګ خلاف ورزي كولو او د ټولو نړۍ په وړاندې د نسل وژنې يو وارې بيا پېل كولو بهانه لټوي۔ ده ووئيل ترکیه د 81 طبی پوهانو يوه ډله د جسدونو ترلاسه كولو كښې مرستې له لېږلې ده په دې كښې د اسرائيلي بنديانو جسدونه هم شامل دي۔ دغه ډله په كښې داخلېدو لپاره د اسرائيل لخوا د منظورۍ په انتظار كښې په رفح كراسنګ ستونزو سره مخ شوې ده۔ بلخوا فلسطینی نیوز اېنډ انفارمېشن ایجسۍ٬ (وفا) اطلاع وركړې ده چې اسرائيلي پوځ په غزه كښې پرله پسې كارروايۍ كوي كومې چې د جنګ بندۍ نازې لوظنامې لپاره يو نوے امتحان دے۔











