د اسلام آباد ضلعي انتظاميې د ډينګي مخنيوي آپريشن تند كړو ٬ په تيرو 24 ساعتو كښې نور 27 كيسونه رامخې ته شول

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) په اسلام آباد كښې د ډينګي وائرس مخنيوي لپاره ضلعي انتظامي د دې د مخنيوي آپرېشن تند كړے دے٬ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د ډينګې 27 نور كېسونه رپورټ شوي۔ د خالي په ورځ د ضلعي انتظاميې لخوا د جاري شوي بيان له مخې په بېلو سېكټرو كښې په 1,399 ځايونو سپرے او 914 ځايونو كښې فوګنګ آپرېشن وكړے شو۔ د يوې ورځې په …

اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) په اسلام آباد كښې د ډينګي وائرس مخنيوي لپاره ضلعي انتظامي د دې د مخنيوي آپرېشن تند كړے دے٬ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د ډينګې 27 نور كېسونه رپورټ شوي۔ د خالي په ورځ د ضلعي انتظاميې لخوا د جاري شوي بيان له مخې په بېلو سېكټرو كښې په 1,399 ځايونو سپرے او 914 ځايونو كښې فوګنګ آپرېشن وكړے شو۔ د يوې ورځې په مهال د 34,556 ځايونو چېكنګ بشپړ كړے شو۔ د 24 ساعتو په مهال د ډينګي نور 27 نوي كېسونه رامخې ته شول۔ د رپورټ له مخې د اسلام آباد په بېلو روغتونونو كښې دا مهال د 64 رنځورانو درملنې روانې دي۔ رورل اېریاز څخه د 20 او اربن څخه د 7 رنځورانو تصديق وشو۔ د سرویلینس په مهال په 213 ځايونو كښې د لاروا مثبت او په 3 ځايونو كښې منفي نتيجې رامخې ته شوي۔ د ضلعي انتظاميې له مخې د فیلډ عملې لخوا په اولسي او رهائشي ځايونو كښې سپرے روانې دي۔ د ډينګي اېس او پيز خلاف ورزۍ په صورت كښې به ځايونه سيل كولو سره قانوني كارروائي عملي كولې شي۔ اسلام آباد ډينګي څخه پاكولو له دې وګړي د فوګنګ عمل كښې بشپړه مرسته وكړي۔

مزید خبریں