اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چیئرمین سینیټ سید یوسف رضا ګیلانی د ګلګت بلتستان 78مې آزادۍ ورځې په موقع د ګلګت بلتستان اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د ګلګت بلتستان اولس د ډوګرہ حکومت په ضد د مړانې او عزم يو ځانګړے مثال قائم كړو۔ ده ووئيل د نومبر اولنۍ نېټه كال 1947 د ګلګت بلتستان د آزادۍ تحريك هغه تاريخي ورځ ده كله چې د …
د سينيټ چيئرمين يوسف رضا ګيلاني په 78 مه د آزادۍ ورځ د ګلګت بلتستان اولس له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چیئرمین سینیټ سید یوسف رضا ګیلانی د ګلګت بلتستان 78مې آزادۍ ورځې په موقع د ګلګت بلتستان اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د ګلګت بلتستان اولس د ډوګرہ حکومت په ضد د مړانې او عزم يو ځانګړے مثال قائم كړو۔ ده ووئيل د نومبر اولنۍ نېټه كال 1947 د ګلګت بلتستان د آزادۍ تحريك هغه تاريخي ورځ ده كله چې د دغې ځاې اولس د خپلو قربانيو او نه ستړې كېدونكو هڅو د لارې آزادي ترلاسه كولو سره پاكستان سره د الحاق تاريخي پرېكړه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن د ګلګت بلتستان د آزادۍ تحريك شهيدانو ٬ غازيانو او هغه ټولو محسنينو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې كومو چې د منطقې آزادۍ او پاكستان سره پېوستون لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ ده ووئيل پارليمنټ تل د ګلګت بلتستان د اولس خېر ښېګړې ٬ معاشي استحكام او ترقۍ عزم كړے دے او په سباؤن كښې به هم په هره كچه دوئي سره مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د تعليم او صحت آسانۍ او د روزګار غوره موقعې برابرول د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده د پاكستان او ګلګت بلتستان نورې ترقۍ ٬ امن ٬ سوكالۍ او قامي يووالي له دعا هم وكړه۔











