اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د حكومتي كاركردګۍ او په خاص توګه په بهر هېوادونو كښې د پاكستاني مشنز جاج اغستلو له دلته د يوې اعلی كچې بېن الوزارتي كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې كمېټۍ ګډونكوؤنكي د خپل كار او د دې د نتيجو په اړه خبر …
د سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه ، د حكومتي كاركردګۍ او په خاص توګه په بهر هيوادونو كښې د پاكستاني مشنز جاج واغستے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د حكومتي كاركردګۍ او په خاص توګه په بهر هېوادونو كښې د پاكستاني مشنز جاج اغستلو له دلته د يوې اعلی كچې بېن الوزارتي كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې كمېټۍ ګډونكوؤنكي د خپل كار او د دې د نتيجو په اړه خبر كړل۔ نائب وزیراعظم د پاكستان سفارتي مشن مضبوطولو ٬ د مشن نتيجو تزويراتي مقصدونو سره د هم آهنګ كولو او د ټولو اړوندو ادارو او محكمو ترمينځه د همغږۍ د لارې بهر هېوادونو كښې د اداره جاتي كاركردګۍ ښه كولو په حاجت زور راوړو۔ په غونډه كښې د پټروليم وزير ٬ د رېلوے وزير مملكت ، د قومي اسمبلۍ د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن ، د وزيراعظم خصوصي مرستيال اېم طارق باجوه ٬ خارجه سېكترې آمنه بلوچ او د كابينه اسټېبلشمنټ ډويژن٬ كامرس ٬ داخله ٬ اېچ آر اېنډ ډي او د اقتصادي چارو ډويژن سېكترانو په شمول د خزانې ٬ اطلاعات او اړوندو څانګو نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔











