لاهور31 اکتوبر(اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي د پاكستان بيورو كريسي له به د بدلو شوو حالاتو او جديد تقاضو له مخې پخپله د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او مصنوعي ذهانت(آرټيفيشل انټیلجنس)سره ځان جوړول وي ٬ دغسې چې د حكمرانۍ طرز موثر٬سپيځلې او د نتيجې وړ جوړ شي۔ده د جمعې په ورځ نېشنل سكول آف پبلك پالېسي لاهور كښې راجوړ كړي د 123م …
بيورو كريسي له به د بدلو شوو حالاتو له مخې د ټېكنالوجۍ او مصنوعي زېركتيا تر مخه ځان جوړول وي ۔مصدق ملك

مزید خبریں
لاهور31 اکتوبر(اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي د پاكستان بيورو كريسي له به د بدلو شوو حالاتو او جديد تقاضو له مخې پخپله د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او مصنوعي ذهانت(آرټيفيشل انټیلجنس)سره ځان جوړول وي ٬ دغسې چې د حكمرانۍ طرز موثر٬سپيځلې او د نتيجې وړ جوړ شي۔ده د جمعې په ورځ نېشنل سكول آف پبلك پالېسي لاهور كښې راجوړ كړي د 123م نېشنل منيجمنټ كورس او د 38م سينئر منيجمنټ كورس سندونو وركولو دستورې ته خطاب كولو۔ډاكټر مصدق ملك د كورس بشپړېدونكو افسرانو له مباركي وركولو سره ووئيل د پاكستان بيورو كريسي نه يوازې قابل او تجربه لري بلكې قامي پرمختګ او اولسي خېرښېګړی لپاره پالېسي جوړولو كښې كليدي كردار ادا كوي۔ده ووئيل موجوده دور كښې د ګورننس چېلنجونه په تندۍ سره بدليږي ځكه انتظامي ادارو له هم خپله د كار طريقه او فكر كښې به جديديت راوستل وي۔وفاقي وزير ووئيل د جديد ټېكنالوجۍ استعمال څخه سركاري چارو كښې سپيځلتيا٬تندي او كاركردګۍ كښې ښه والې راتللے شي۔دستورې په اختتام ډاكټر مصدق ملك كاميابو افسرانو له سندونه وركړل او د هغوي پيشه وره صلاحيتونه يې وستائېل۔











