اسلام آباد 31اکتوبر(اے پی پی)د نوموړي ليكوال اشفاق لغاري د كتاب"نفرت كي دريافت"د مخ كتنې دستوره وشوه۔دستورې ته وينا كولو سره نوموړې خبريال مطيع الله جان٬محقق او تجزيه نګار ډاكټر خادم حسين٬د امن او ځوانانو تربيت لپاره كار كونكې سيد علي حميد او د خواجه سرا ورورولۍ حقونو لپاره فعاله خواجه سراريم شريف ووئيل دا د پاكستان وړومبې داسې ادبي هڅه ده چې پكښې كوم كس د سائبر كرائم ځپلي …
د نوموړي ليكوال اشفاق لغاري كتاب”نفرت كي دريافت “د مخ كتنې دستوره

مزید خبریں
اسلام آباد 31اکتوبر(اے پی پی)د نوموړي ليكوال اشفاق لغاري د كتاب”نفرت كي دريافت”د مخ كتنې دستوره وشوه۔دستورې ته وينا كولو سره نوموړې خبريال مطيع الله جان٬محقق او تجزيه نګار ډاكټر خادم حسين٬د امن او ځوانانو تربيت لپاره كار كونكې سيد علي حميد او د خواجه سرا ورورولۍ حقونو لپاره فعاله خواجه سراريم شريف ووئيل دا د پاكستان وړومبې داسې ادبي هڅه ده چې پكښې كوم كس د سائبر كرائم ځپلي خپلې تجربې٬ستونزې او مشاهدات په كتابي صورت وړاندې كړې دې۔ډاكټر خادم حسين ووئيل د كتاب اسلوب قرة العين حېدر او د سعادت حسن منټو يادګېرےنه كوي او مطيع الله جان دا د پيكا قانون له مخې د انصاف د هلو ځلو عكاس وګرځولو۔د هغه وينا وه چې “مونږ له د دې خلقو قيصه هم اوريدل پكار ده ۔

سيد علي حميد ووئيل اشفاق لغاري د حوصلې او حساسيت مثال جوړ كړے دے٬ ځكه”چې زمونږ په ټولنه كښې د سړي دړد او د هغه د ژړا ذكر ممنوع ګڼلے شي ۔حالانكه نارينا هم درد محسوسوي٬ژاړي او د خپلې قيصې اورولو حق لري۔سراريم شريف ووئيل زه دې خبرې ته په رسېدو له خوښي لرم چې د كتاب مركزي كردار آصف انجام به څه وي٬دا هغه كتاب دے كوم چې څوك هم په لاس كښې واخلي نو د مكمل لوستو نه غېر يې نشي اېښودلے ۔دستوره كښې نامتو اديب نصير ميمن٬سينئر خبريال قربان بلوچ پشمول نوموړو خبريالانو٬وكيلانو٬اديبانو٬محققينو او سماجي كاركنانو په ګن شمېر ګډون وكړو۔











