د نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د کراچۍ په بندرګاهونو د بنیادي ډھانچې د اسانيو جاج اغستو غونډه

اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي ) د نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د کراچۍ په بندرګاہونو د بنیادي ډھانچې د اسانيو جاج اغستو لپاره غونډه وشوه ۔ د نائب وزیراعظم دفتر نه د جمعې په ورځ د جاري بیان تر مخه غونډه كښې د بحري چارو ، میري ټائم سیکرټریز او د خزانې وزارت سینئر چارواكو سره سره د کراچي پورټ ټرسټ او …

اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پي پي ) د نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د کراچۍ په بندرګاہونو د بنیادي ډھانچې د اسانيو جاج اغستو لپاره غونډه وشوه ۔ د نائب وزیراعظم دفتر نه د جمعې په ورځ د جاري بیان تر مخه غونډه كښې د بحري چارو ، میري ټائم سیکرټریز او د خزانې وزارت سینئر چارواكو سره سره د کراچي پورټ ټرسټ او پورټ قاسم اتھارټي چیئرمینانو هم ګډون وكړو۔ کمیټۍ د جدت د اوسنو هلو ځلو جاج واغست چې ورسره د کارګو تګ راتګ کښې زياتوالے او د وركړې راګرې مصرفونه كم شوي دي۔ غونډه كښې د جدید آئي ټي او انجینئرنګ سلوشنز د لارې په پورټ آپریشنز كښې د سباون په بہترۍ هم خبرې وشوې ۔ نائب وزیراعظم اصلاحات د سمدستي نفاذ كولو امر كولو سره ووئېل دې سره به بندرګاهونه موثر او کفایت شعاري باوري شي ۔

مزید خبریں