اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په سوئيلي افريقه كښې نړيوال فورم ته خطاب كښې د هند وزيراعظم نرېندر مودي يو قاتل ګرځولو سره د هغه سياسي څېره نړۍ ته څرګنده كړې ده ۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې په 22 اکتوبر د صدر ټرمپ او وزيراعظم نرېندر مودي ترمينځه د ټېلېفوني تماس په مهال په تجارتي چارو خبرې وشوې۔ نرېندر مودی پاکستان سره د جنګ نه …
صدر ټرمپ په نړيوال فورم مودي يو قاتل ګرځولو سره د هغه سياسي څېره نړۍ ته څرګنده كړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په سوئيلي افريقه كښې نړيوال فورم ته خطاب كښې د هند وزيراعظم نرېندر مودي يو قاتل ګرځولو سره د هغه سياسي څېره نړۍ ته څرګنده كړې ده ۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې په 22 اکتوبر د صدر ټرمپ او وزيراعظم نرېندر مودي ترمينځه د ټېلېفوني تماس په مهال په تجارتي چارو خبرې وشوې۔ نرېندر مودی پاکستان سره د جنګ نه كولو معاملې ته په قصدي توګه كم اهميت وركړو ولې چې هغه په منطقه كښی امن راوستو كښې د درېمګړي په حېث د صدر ټرمپ كردار تسليمول نه غواړي۔ صدر ټرمپ په 29 اكتوبر د سوئيلي كوريا اے پي اي سي سمټ ته خطاب كښی هند ته خبردارے وركړے ؤ چې كه هغه پاكستان سره جنګ پېل كړو نو سخت ټرېډ ټېرېف سره به مخ شي۔ دې سره سره هغه د نرېندر مودي سياسي څېره په ډاګه كولو سره هغه يو قاتل وګرځولو۔ صدر ټرمپ څو وارې دا وئيلي دي چې هغه د هند او پاكستان ترمينځه د ممكنه جنګ لاره ونيوله خو مودي د شكر ادا كولو په ځائے د جنګ بندۍ حوالې سره د صدر ټرمپ كردار تسليمولو څخه انكار كړے چې په نتيجه كښې يۍ صدر ټرمپ د سزا په توګه هند د ترجيحي تجارت فهرست څخه بهر كړے دے۔ د پوهانو له مخې مودي نن نړۍ ته مخامخ كېدے نه شي ٬ د فون كال او داخلي پروپېګنډې په بنياد خپل اولس له د دلاسې وركولو هڅې كوي او دا په سفارتي كچه د هند مشرتابه د شرم وړ ماتې خوړولو ښكاره ثبوت دے











