اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزہ فاطمه وئيلي دي د وزیراعظم سټارټ اپس کلاؤډ اېن اېبلمنټ پروګرام، پاکستان سټارټ اپ فنډ اور برج سټارټ پاکستان پېل د سټارټ اپس بااختیاره جوړولو ، نړيوالې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو او پاکستان په نړيوال ډيجيټل معيشت كښې د يو مضبوط مسابقتي قوت په توګه د وړاندې كولو عزم عكاسي كوي۔ د آئي ټي او …
د وزیراعظم سټارټ اپس کلاؤډ این ایبلمنټ پروګرام، پاکستان سټارټ اپ فنډ او برج سټارټ پاکستان چیک ډسټری بیوشن اجرا

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزہ فاطمه وئيلي دي د وزیراعظم سټارټ اپس کلاؤډ اېن اېبلمنټ پروګرام، پاکستان سټارټ اپ فنډ اور برج سټارټ پاکستان پېل د سټارټ اپس بااختیاره جوړولو ، نړيوالې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو او پاکستان په نړيوال ډيجيټل معيشت كښې د يو مضبوط مسابقتي قوت په توګه د وړاندې كولو عزم عكاسي كوي۔ د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وزارت د خپلې ذېلي ادارې ، اګنائټ ، نېشنل ټېکنالوجی فنډ د لارې دوه مهم اقدامات په باضابطه توګه پېل كړل۔ په دې كښې وزیراعظم سټارټ اپس کلاؤډ این ایبلمنټ پروګرام، پاکستان سټارټ اپ فنډ اور برج سټارټ پاکستان چېک ډسټری بیوشن شامل دي۔ دا دستوره په پاكستان كښې د نالج بېسډ ډیجیټل معیشت ودې او د ملي انووېشن اېکو سسټم مضبوط جوړولو پلو د حكومت د يو مهم پړاؤ حېثيت لري۔ په دستوره كښی د آئي ټي وفاقي وزيرې شزہ فاطمه خواجه د خاص مېلمنې په حېث ګډون وكړو۔ وفاقی وزیرې شزہ فاطمه په خپل خطاب كښې د وزيراعظم د ډیجیټل نېشن وژن له مخې د حكومت مضبوط عزم په ډاګه كولو سره ووئيل دا اقدامات به د انوېشن رفتار تندولو ، ځوان انټر پرینیورز بااختیاره كولو او پاكستان ته په نړيواله ټېكنالوجي منظرنامه كښې يو مهم مقام وركولو كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ دې ووئيل د وزیر اعظم سټارټ اپس کلاؤډ اېن اېبلمنټ پروګرام، پاکستان سټارټ اپ فنډ او برج سټارټ پاکستان پېل كېدل زمونږ د وژن عكاسي كوي۔











