درخواست وركوؤنكي دې د حج واجبات دويم قسط 6 لکه 50 زره روپۍ تر 15نومبر بنك كښې جمع كړي : د مذهبي چارو وياند

اسلام آباد۔31 اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د سركاري سكيم لاندې د حج درخواست وركوؤنكو ته وئيلي دي هغوي د حج واجبات دويم قسط 6 لکه 50 زره روپۍ 3 څخه تر 15نومبر په اړوند بنك كښې جمع كړي او کمپیوټرائزډ رسید ترلاسه كړي٬ د دويم قسط په وخت نه جمع كېدو په صورت به درخواست منسوخ ګرځولې شي۔ په دې لړ كښې آن پورټ هم كارولے كېدې …

اسلام آباد۔31 اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د سركاري سكيم لاندې د حج درخواست وركوؤنكو ته وئيلي دي هغوي د حج واجبات دويم قسط 6 لکه 50 زره روپۍ 3 څخه تر 15نومبر په اړوند بنك كښې جمع كړي او کمپیوټرائزډ رسید ترلاسه كړي٬ د دويم قسط په وخت نه جمع كېدو په صورت به درخواست منسوخ ګرځولې شي۔ په دې لړ كښې آن پورټ هم كارولے كېدې شي۔ د جمعې په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې د مذهبي چارو وياند عمر بټ ووئيل حج 2026 لپاره كومو كسانو چې د واجبات اولنے قسط جمع كړے هغوي دې دويم قسط 3 څخه تر 15 نومبر2025 جمع كړي۔ كوم كسان چې په مكه مكرمه كښې د ډبل بېډ فېملي روم اختیاري سهولت ترلاسه كول غواړي هغه به سړي سر 2 لكه روپۍ اضافي جمع كوي۔ دغسې ټرپل بېډ فېملی روم لپاره به سړي سر 67 زره روپۍ جمع كول وي۔ وروستو به حج پېكج نه شي بدلولې ځكه چې د دوېم قسط جمع كولو په وخت دې د پېكج ټاكنه وكړې شي۔ ۔ ده ووئيل كه دويم قسط په وخت جمع نه كړے شي نو درخواست به منسوخ تصور كولې شي۔ د منسوخ شوو درخواستونو پاتي رقم به د اړوندو بېنكو اكاؤنټس ته بېرته لېږلې شي۔ حج له تلونكو ته د مذهبي چارو وزارت لخوا دا هدايت شوے چې هغوي دې وزارت سره تماس نيولو له پاک حج 2026 موبائل اېپ وكاروي

مزید خبریں