وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د كامسټس پوهنتون ريكټر ډاكټر راحيل قمر ملاقات

اسلام آباد۔31 اکتوبر(اے پی پی) د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنویر حسېن سره د كامسټس پوهنتون نوي رېكټر ډاکټر راحیل قمر ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ډاكټر راحيل ته د نوو ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ رانا تنویر حسېن ووئيل هيله ده چې ډاكټر راحيل قمر به په خپله …

اسلام آباد۔31 اکتوبر(اے پی پی) د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنویر حسېن سره د كامسټس پوهنتون نوي رېكټر ډاکټر راحیل قمر ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ډاكټر راحيل ته د نوو ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ رانا تنویر حسېن ووئيل هيله ده چې ډاكټر راحيل قمر به په خپله مشرۍ كښې پوهنتون د نړيوال معيار جوړولو كښې خپل مهم كردار ترسره كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د غذائي تحفظ وزارت او كامسټس پوهنتون ترمينځه تحقيقاتي مرستې سره د كركيلې په څانګه كښې بدلون رامخې ته كېدے شي۔ رانا تنویر حسېن د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت اعلی زده كړو ته د ودې وركولو او د تحقيقي ادارو استعداد زياتولو عزم لري۔ ده ووئيل ځوانان سائنسدانان د پاكستان قيمتي اثاثه ده او دوئي ته موقعې او وسائل وركولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پام لرنه كوي ۔ وفاقی وزیر ډاکټر راحیل قمر ته د بشپړه مرستې باور وركړو او هيله يۍ ولرله چې د ده په مشرۍ كښې به کامسټس پوهنتون د تحقيق او اختراع نوې پړاؤنه ترسره كړي۔

مزید خبریں