ملګري ملتونه دې د سوډان بحران ختمولو لپاره په ګډه ګامونه واخلي : پاكستان

ملګري ملتونه ۔31 اکتوبر (اے پی پی) د سوډان قطبي دارفور پلازمينه الْفاشر د تند رفتاره فورسز (آر اېس اېف) په قبضه كښې د تللو څخه وروستو د خانه جنګۍ بحران كښې لا شدت رامخې ته شوے دے ٬ په دې پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې ده چې هغه جنګ بندۍ له يو موټے شي او په عزم سره سمدستي اقدامات وكړي دغسې چې د وګړو …

ملګري ملتونه ۔31 اکتوبر (اے پی پی) د سوډان قطبي دارفور پلازمينه الْفاشر د تند رفتاره فورسز (آر اېس اېف) په قبضه كښې د تللو څخه وروستو د خانه جنګۍ بحران كښې لا شدت رامخې ته شوے دے ٬ په دې پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې ده چې هغه جنګ بندۍ له يو موټے شي او په عزم سره سمدستي اقدامات وكړي دغسې چې د وګړو تحفظ باوري كړے شي او د سوډان اولس ته په خپل هېواد كښې د بيا ودانۍ عمل پېل كولو موقع وركړې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار د زيارت په ورځ د سلامتي كونسل بېړنۍ غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د سوډان اولس له ډېرې مودې څخه د تصور نه لرونكو ستونزو سره مخ دے۔ اوس وخت راغلے چې دا كونسل ښكاره پېغام وركړي۔ ده ووئيل بې ګناه وګړي وژلې شي ٬ په روغتونونو بمباري او په مرسته كوؤنكو بريدونه كېږي۔ پاکستانی سفیر د آر اېس اېف د ظلم او جبر او په الفاشر د قبضې سختې غندنې كولو سره ووئيل په سعودی مېټرنټی روغتون كښې د سوونو په شمېر رنځوران او طبي عمله وژلې شوې او د ښار محاصرې د زرګونو په شمېر وګړي په غېر انساني حالات كښې محصور كړي دي۔ ده ووئيل مونږ د فوري جنګ بندۍ او د سوډاني اولس په مشرۍ كښې د يو بشپړ سياسي عمل پېل كېدو غوښتنه كوو۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به سوډاني چارواكو سره تعميري رابطې په ځايې كولو ٬ بشري مرستې رسولو ٬ د سياسي عمل پېشرفت او د قامي اتحاد تحفظ له خپل كردار ترسره كول وي۔ سفیر عاصم افتخار د سوډان عبوري حكومت اقدامات مثبت پېشرفت ګرځولو سره ووئيل سلامتي كونسل بايد د دې هڅو ملاتړ وكړي

مزید خبریں