وزيراعظم قابل او زيركو زده كوونكو لپاره د ليپ ټاپ سكيم 2025 پرانسته كړې٬زده كوونكو لپاره چې څومره هم وسائل خرڅ كول كوو به ۔شهباز شريف

اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف قابلو او زيركو زده كوونكو لپاره د ليپ ټاپ سكيم 2025 پرانستې كولو سره وئېلي دي نن مونږ د مصنوعي زېركتيا ٬آئي ټي٬جديد مهارت او ټېكنالوجيز په نړۍ كښې خپل ځان په نړۍ ورمنلے ٬سعودي عرب د پاكستان ځوانانو ته د اے آئي او آئي ټي كښې وړيا د تربيي وړاندېز كړے ٬سعودي ويژن 2030 او فيفا ورلډ كپ لپاره …

اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف قابلو او زيركو زده كوونكو لپاره د ليپ ټاپ سكيم 2025 پرانستې كولو سره وئېلي دي نن مونږ د مصنوعي زېركتيا ٬آئي ټي٬جديد مهارت او ټېكنالوجيز په نړۍ كښې خپل ځان په نړۍ ورمنلے ٬سعودي عرب د پاكستان ځوانانو ته د اے آئي او آئي ټي كښې وړيا د تربيي وړاندېز كړے ٬سعودي ويژن 2030 او فيفا ورلډ كپ لپاره تربيه ترلاسه كونكے افرادي قوت به سعودي عرب ته ليږو٬د سعودي عرب په معاشي پيكج عملدرآمد څخه به د پاكستان معيشت پرمختګ وكړي٬زده كوونكو لپاره چې څومره هم وسائل خرڅ كول وي كوو به ۔د قام عظيمو زامنو او لونړو تعليم٬هنر او عظيم پاكستانيانو جوړولو لپاره 50 ارب څه چې 500 اربه هم خرچ شي نو هېڅ پروا نشته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پرائم منسټر ليپ ټاپ سكيم 2025 پرانستې دستورې ته خطاب كولو په مهال كړې۔وزيراعظم ووئيل زما لپاره دا د خوشحالۍ ورځ ده چې يو ځل بيا لويې څښتن ماته موقع راكړه چې د قام قابل او زيركو ماشومانو په وړاندې ولاړ يم ٬ كوم چې د والدين او استاذانو محنت او دعاګانو په نتيجه كښې د قام عظيم معماران جوړيږي٬د خپلې خوا او خپل حكومت لخوا بلكې د ټول قام لخوا هغوي ته سلام كوم۔وزيراعظم ووئيل د ليپ ټاپ په پروګرام كښې تاخير شوے دے ځكه چې كله دا ليپ ټاپ پاكستان ته راورسېدل نو د دې د پاسه چې كوم لوګو لګولے شوے ؤ هغه د چا د ذاتي تشهير مترادف ؤ نو ما ورته ووئيل چې په دې كوم لوګو لګولے شوے دا مناسب نه دے٬لوګو دې بدل كړے شي٬ ده ووئېل د هېواد دا ځوانان او لونړه به د ليپ ټاپ په تر لاسه كولو پاكستان عظيم هېواد جوړ كړي٬دا د ميرټ او د هرې ورځ د محنت امتحان دے٬په ټول هېواد كښې يو لك ليپ ټاپ د ميرټ په بنياد تقسيم كيږي۔وزيراعظم ووئيل د كال 2011 نه دا پروګرام پېل شوے خو كه چرې مجموعي قيمت ولګولې شي نو نزدې 50 ٬ 40 اربه روپۍ په دې خرڅ شوي خو د قام عظيمو بچو تعليم٬هنر او عظيمو پاكستانيانو جوړولو لپاره 50 ارب څه 500 اربه روپۍ چې خرڅ شي نو هېڅ پروا نشته۔وزيراعظم ووئيل اوس د ليپ ټاپ څخه خبره ډېره وړاندې تلې ده ٬ نن اے آئي٬آئي ټي٬جديد مهارت او ټېكنالوجيز په نړۍ كښې مونږ خپل ځان په نړع ورمنلے٬سعودي عرب اے آئي او انفارمېشن ټېكنالوجي اربونو ډالر خرڅ كوي او هغوي د اربونو ډالر روډ ميپ او انفراسټركچر جوړ كړے ۔سعودي عرب د پاكستان ځوانانو ته د اے آئي او آئي ټي كښې وړيا تربيه وركولو وړاندېز كړے٬ دا يوه نوې لاره پرانستلې شوې ده۔ ده ووئېل سعودي عرب او پاكستان دوه لويې وروڼه هېوادونه دي٬هغوي وائي چې زمونږ څه سره دي دا د پاكستان د كروړونو وروڼو خوئېندو لپاره دي۔سعودي عرب پاكستان لپاره هر څه ته چمتو دے٬وزيراعظم ووئيل پاكستان ته په معاشي پېكج وركولو د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان يو ځل بيا مننه كوم۔زه هيله لرم چې مونږ كله ټول په دې عمل وكړو نو د كر كېلې٬ معدنيات٬كان كني او آئي ټي پشمول د پاكستان معيشت به ترقي وكړي۔سعودي عرب كښې په كال 2030 كښې يو نړيوال نندارتون كېدونكے دے ٬ هلته په كال 2034 كښې فيفا ورلډ كپ كېدونكے دے ٬ هغې لپاره سعودي عرب له نه يوازې د اربونو ډالرو ودانۍ جوړول دي بلكې هغوي ته د لاكهونو مهارت لرونكو او افرادي قوت ضرورت دے۔وزيراعظم ووئيل ليپ ټاپ ترلاسه كوونكو زده كونكو په شپه ورځ محنت كولو دا مقام ترلاسه كړے۔ځوان ذاكرالله ډېره ښكلې اردو او په عربۍ كښې خبره كړې ة زه په عربۍ وئېلو كښې د هغه مقابله نشم كولې۔وزيراعظم ووئيل دلته د قام د يو شهيد زوي سټيج ته راغلو ٬ د هغه پلار د قام بچي د يتيم كېدو څخه ساتلو لپاره خپله وينه پاكستان ته وركړه او شهيد شو٬شهيد خپل زوې يتيم كړو خو د قام په لاكهونو او كروړونو بچي يې د يتيم كېدو څخه وساتل ٬دا جذبه د شهادت٬جرات٬محنت امانت او ديانت د سفر ده۔وزيراعظم د ليپ ټاپ سكيم دستورې په كاميابۍ د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د هغه د ټولې ډلې ستائنه وكړه۔په دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف قابل او زيركو زده كوونكو له ليپ ټاپ وركړل۔

مزید خبریں