اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سيلز ټيكس كښې د فراډ كوونكو ادارو٬كمپنيو او د كسانو په درېو اوونيو كښې د درك لګولو سره د رپورټ وړاندې هدايت سره وئېلي دي د پرال نظام نړيوال كنسلټينسي فرم څخه دې فرانزك آډت وكړے شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په ايف بي آر كښې د اصلاحات په اړه د جاج اغستو …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ايف بي آر كښې د اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډه ٬ د پرال نظام د فارنزك آډټ سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سيلز ټيكس كښې د فراډ كوونكو ادارو٬كمپنيو او د كسانو په درېو اوونيو كښې د درك لګولو سره د رپورټ وړاندې هدايت سره وئېلي دي د پرال نظام نړيوال كنسلټينسي فرم څخه دې فرانزك آډت وكړے شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په ايف بي آر كښې د اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو عطاﺀ الله تارړ٬محمد اورنګزيب٬اعظم نذير تارړ٬ډاكټر مصدق مسعود ملك٬پرويز ملك٬بلال اظهر كياني٬د ايف بي آر چيئرمېن او اړوند ادارو اعلٰی افسران ګډون وكړو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وزيراعظم په واشنګټن كښې د تابيا شوي كلن ورلډ بانك كنفرنس كښې د ايف بي آر شموليت په اړه خبر كړے شو ۔وزيراعظم نړيوال كنفرنس كښې د ايف بي آر اصلاحات كيس د سټډي په ستائنه د ايف بي آر ډله وستائېله۔وزيراعظم د ايف بي آر په خاص توګه پاكستان ريونيو آټوميشن لميټډ كښې روان اصلاحات په اړه خبر كړے شو ۔ د پرال موجوده نافذالعمل اصلاحات كښې د آډټ والټ٬ډيټا بيس پروټيكشن وال٬سكيورټي آپرېشن سينټر٬ډيټا بيس مستقل نګراني او نور ګڼ شمېر محفوظ ډيجيټل اقدامات شامل دي۔وزيراعظم ته ووئيل شول موجوده ډيجيټل نظام كښې صلاحيت شته چې معلومات كښې د بدلون څخه صارف آئي پي ايډريس هم سسټم كښې درج كولې شي او ټيكس فراډ به ممكن نه وي۔۔وزيراعظم سيلز ټيكس فراډ كوونكو ادارو٬كمپنيو او د كسانو پېژندګلو لپاره پلټنې كولو سره تحقيقاتي كمېټۍ ته په درېو اوونيو كښې دننه د رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو۔وزيراعظم راتلونكي تحقيقاتي رپورټ كښې شناخت كوونكو تورنو په ضد د سختې قانوني كاروائي هدايت هم وكړو۔











