اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي) د ايران ايئر د وړومبي پرواز د كوئټه په هوائي مېدان په زړه پورې هركلے شوے دے۔د زيارت په ورځ د پاكستان ايئرپورټس اتهارټي لخوا جاري شوي بيان له مخې د ايران ايئر فلائټ 826(A319)٬مشهد او زاهدان څخه چې تېره شپه كوئټه انټرنېشنل هوائي مېدان ته راوسېد نو د هغې په زړه پورې واټر كينن سلوټ سره هركلے وكړے شو۔پرانستې دستوره اسټيټ لاؤنج …
د ايران ايئر د وړومبي پرواز د كوئټه په هوائي مېدان هركلے وكړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي) د ايران ايئر د وړومبي پرواز د كوئټه په هوائي مېدان په زړه پورې هركلے شوے دے۔د زيارت په ورځ د پاكستان ايئرپورټس اتهارټي لخوا جاري شوي بيان له مخې د ايران ايئر فلائټ 826(A319)٬مشهد او زاهدان څخه چې تېره شپه كوئټه انټرنېشنل هوائي مېدان ته راوسېد نو د هغې په زړه پورې واټر كينن سلوټ سره هركلے وكړے شو۔پرانستې دستوره اسټيټ لاؤنج كښې وشوه د كومې چې خاص مېلمه د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل ؤ ۔د ايران قونصل جنرل او نور خاص مېلمانه هم په دې موقع موجود وو۔دستورې په موقع د پاكستان او ايران قامي ترانې وغږولې شوې۔دا پرواز به د خالي په ورځ او په هره شورو ورځ د شپې 9:30 بجې كوئټې ته رارسي۔ د ايران ايئر كوئټې ته رارسېدونكې فلائټ كښې 30 او بيرته تلونكې پرواز كښې 120 مسافر ناست وو۔











