اسلام آباد۔30 اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي د پاكستان او امريكې ترمينځه پخوانۍ اړيكې د دوه اړخيزه احترام ٬ استحكام او سوكالۍ په ګډو مقاصدو اډانه دي۔ د زيارت په ورځ د دفاع وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د امريكائي سفارت لنډ مهاله ناظم الامور نټالی بېکر د دفاع وزير خواجه آصف سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات …
د پاكستان او امريكې ترمينځه پخوانۍ اړيكې د دوه اړخيزه احترام ٬ استحكام او سوكالۍ په ګډو مقاصدو اډانه دي: خواجه آصف

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي د پاكستان او امريكې ترمينځه پخوانۍ اړيكې د دوه اړخيزه احترام ٬ استحكام او سوكالۍ په ګډو مقاصدو اډانه دي۔ د زيارت په ورځ د دفاع وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د امريكائي سفارت لنډ مهاله ناظم الامور نټالی بېکر د دفاع وزير خواجه آصف سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښی د شريكې خوښې په چارو او د دفاعي مرستې لا مضبوطولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دفاع وزير په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او امريكې ترمينځه پخوانۍ اړيكې د دوه اړخيزه احترام ٬ استحكام او سوكالۍ په ګډو مقاصدو اډانه دي۔ دواړو د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو د بحالۍ او زياتې شوې خوښۍ ستائنه كړه۔ په نړيواله ورورولۍ كښې د يو ذمه وار سباؤن لټونكې هكمار په توګه د پاكستان د تعميري كردار او زياتېدونكې مرسته وستائلې شوه۔ په ملاقات كښې د افغانستان په صورتحال هم خبره وشوه۔ دواړو د يو سوله ايز ٬ مستحكم او محفوظ افغانستان په اهميت زور راوړلو سره ووئيل د سيمه ايز امن او استحكام تحفظ لپاره به د افغانستان خاورې څخه په رامخې ته كېدونكو چېلنجونو قابو موندل وي۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو روان مثبت كردار په ځاے ساتلو او په يو شمېر څانګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلے وكړے شو











