اسلام آباد۔30 اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې د پاكستان اولنۍ قرات مقابله به 24 څخه تر 29 نومبر په اسلام آباد كښې كيږي په كومه كښې به چې د او آئي سي غړو هېوادونو قاريان صاحبان ګډون كوي۔ د زيارت په ورځ وفاقي وزير سردار یوسف دلته خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل پاكستان لپاره دا درناوې دے چې دلته د قرات اولنۍ نړيواله …
د پاكستان اولنۍ قرات مقابله به 24 څخه تر 29 نومبر اسلام آباد كښې كيږي٬ قاري صداقت علي به چيف جج وي: سردار يوسف

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې د پاكستان اولنۍ قرات مقابله به 24 څخه تر 29 نومبر په اسلام آباد كښې كيږي په كومه كښې به چې د او آئي سي غړو هېوادونو قاريان صاحبان ګډون كوي۔ د زيارت په ورځ وفاقي وزير سردار یوسف دلته خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل پاكستان لپاره دا درناوې دے چې دلته د قرات اولنۍ نړيواله مقابله كيږي چې مقصد يۍ قرآن حكيم سره مينې او اسلامي تعليمات ته وده وركول دي۔ ده ووئيل تر دې دمه د 32 قاريانو نامزدګۍ ترلاسه شوي دي او نورو هېوادونو څخه د تصديق عمل روان دے۔ په مقابلو كښې به څلور نړيوال ججان خپل فرض ترسره كوي او د پاكستان نوموړے قاري سيد صداقت علي به چيف جج وي۔ نوموړو قرأ کرامو ته به د دسمبر په اولنۍ نېټه لاهور او 3 مه نېټه كراچۍ كښې كېدونكو صوبائي محفلونو كښې د ګډون كولو موقع وركولې شي۔ ده ووئيل دې مقابلې سره به د پاكستان وقار په نړيواله كچه رامخې ته شي او دا به د اسلامي كلتور د ترويج سبب وګرځي۔ ده ووئيل په دې مقابله كښې 57 اسلامی هېوادونو څخه قاريان ګډون كوي۔ په دې موقع سيد صداقت علي ووئيل پاكستان د اسلام په نامه او د ليلة القدر په موقع جوړ شوے۔ په اولني ځل د قرأت نړيواله مقابله په پاكستان كښې كيږي۔ د مذهبي چارو وزير ووئيل د مذهبي چارو وزارت كال 2013ء څخه تر كال 2018ء زما د وزارت په دور كښې په سكولونو او كالجونو كښې ناظرې او ترجمې سره د قرآن تعليم لازمي ګرځولے ؤ۔ د مذهبي چارو وزارت بېن المذاهب همغږۍ له تل خپل كردار ترسره كړے دے۔ سیرت کنفرنسونه هم باقاعدګۍ سره كولې شي۔ ده ووئيل د قرآن په تعليمات او د رسول كريم (ص) په سنت عمل كولو سره مونږ خلاصې ترلاسه كولې شوو۔ ده ووئيل په بېلو ژبو كښې به د قرآن ترجمې كولې شي چې مقصد يۍ د قرآن حكيم تعليمات په ډاګه كول دي











