اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) د اولسي چارو وفاقي وزير رانا مبشر اقبال وئيلي دي وفاقي حكومت به سېلاب ځپلے اولس په سخت وخت كښې يوازې نه پرېږدي ٬ بلكه د غر په څير د دوئي ترڅنګ ولاړ دے٬ حكومت د ځپليو په خپلو پښو اودرولو له بشپړ ګامونه پورته كوي دغسې چې هغوي زر تر زره خپلو معمولات ته بېرته راشي۔’’اے پی پی‘‘سره خصوصي خبرو كښې رانا مبشر اقبال ووئيل …
وفاقي حكومت به سيلاب ځپلے اولس په سخت وخت كښې يوازې نه پريږدي ٬ د ځپليو په خپلو پښو ادرولو له بشپړ اقدامات كوو : وفاقي وزير رانا مبشر اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) د اولسي چارو وفاقي وزير رانا مبشر اقبال وئيلي دي وفاقي حكومت به سېلاب ځپلے اولس په سخت وخت كښې يوازې نه پرېږدي ٬ بلكه د غر په څير د دوئي ترڅنګ ولاړ دے٬ حكومت د ځپليو په خپلو پښو اودرولو له بشپړ ګامونه پورته كوي دغسې چې هغوي زر تر زره خپلو معمولات ته بېرته راشي۔’’اے پی پی‘‘سره خصوصي خبرو كښې رانا مبشر اقبال ووئيل اوسني سېلاب د هېواد په بېلو سيمو كښې لويه تباهي كړې ده چې له امله يۍ ګڼ شمېر قيمتي ځانونه ضائع شوي دي او د زرګونو په شمېر كورنۍ بې كوره شوي دي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت په سمدستي توګه د مرستې كارروايۍ پېل كړې او په ځپليو سيمو ته يۍ خوراك او د مرستې نور ضروري سامان ورسولو۔ وفاقی وزیر ووئيل په قدرتي آفتونو د قابو موندلو ذمه واري اګركه د صوبائي حكومتونو ده ولې بياهم وفاقي حكومت اولسي ستونزو تر مخه د رېسكيو او بحالۍ په اقدامات كښې بشپړه مرسته وكړه۔ ده ووئيل د وفاقي حكومت لخوا په هر ځاني زيان 20 لكه روپۍ مالي مرسته جاري كړې شوې كومه چې ما پخپله د حكومت لخوا ځپليو كورنيو له وركړه۔ رانا مبشر اقبال ووئيل د وزیراعظم په هدايت ټول وفاقي وزارتونه او ادارې په خپله ریلیف او ری هېبیلی ټېشن فعاليتونو كښې بوختې دي۔ ده ووئيل د حكومت كار يوازې وقتي مرسته نه بلكې په ځپليو سيمو كښې تلپاتې پرمختيائي اقدامات باوري كول دي دغسې چې په سباؤن كښې داسې آفتونو څخه زيانونه كم كړې شي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د ماحولياتي بدلونو اغېزو مخنيوي له يوه بشپړه پالېسي جوړوي كومې سره به چې صوبو سره مرسته زياتولې شي او قدرتي آفتونو څخه بچ كېدو لپاره به د خبردارۍ نظام په عصري بنيادونو اودرولې شي۔ رانا مبشر اقبال ووئيل سېلاب ځپلي به ډېر زر دې ازمېښت څخه بهر راوځي او وفاقي حكومت به د دوئي تر بشپړه بحالۍ خپل فعاله كردار ترسره كوي











