د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان سره د چین نائب صدر هان ژینګ ملاقات ، د اعلیٰ كچ روابط او د شرېكې مرستې زياتولو ته اتفاق

ریاض ۔30اکتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان سره د چین نائب صدر هان ژینګ په ریاض كښې ملاقات کړے چې پكښې دواړو لارښودو په اعلیٰ كچ د روابطو او د شرېكې مرستې زياتولو ته اتفاق کړے دے ۔ رائټرز د چین خارجه وزارتِ په حواله ووئېل دا ملاقات ریاض كښې د تابيا "فیوچر انویسټمنټ انیشی ایټو" (ایف آئي آئي ) کانفرنس په موقع …

ریاض ۔30اکتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان سره د چین نائب صدر هان ژینګ په ریاض كښې ملاقات کړے چې پكښې دواړو لارښودو په اعلیٰ كچ د روابطو او د شرېكې مرستې زياتولو ته اتفاق کړے دے ۔ رائټرز د چین خارجه وزارتِ په حواله ووئېل دا ملاقات ریاض كښې د تابيا “فیوچر انویسټمنټ انیشی ایټو” (ایف آئي آئي ) کانفرنس په موقع شوے كوم چې د سعودي عرب كلنه د اقتصادي او د سرمایه کارۍ تر ټولو مهمه دستوره ګڼلې شي ۔ نائب صدر هان ژینګ ملاقات کښې ووئېل چین د سعودي عرب سره نزدې رابطه برقرار ساتلو ، د اعلیٰ كچې تبادلوں زياتولو او د بنیادي قامي مفادات له د يو بل د مرستې خوښي لري ۔ هان ژینګ د دې کانفرنس په وړومبۍ ورځ خصوصي خطاب هم وكړو چې پكښې هغه د چین او سعودي عرب اړېكې د ګڼ اړخيزه شراکت دارۍ نوي دور پلو د بوتللو اشاره هم وركړه۔