د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان په بلوچستان كښې امنيتي ځواكونو ته په كاميابه كاروائيو پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان بلوچستان كښې د امنيتي ځواكونو په كاميابه كاروائيو او د هېواد شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د دښمن ناپاك عزام ناكامه كولو لپاره ټول قام يو موټے دے او لا كاروائۍ روانې دي٬په هره كچه به د هېواد دښمنه سازشونو مخ نيوي كولې شي۔د زيارت په ورځ د سينيټ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان …

اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان بلوچستان كښې د امنيتي ځواكونو په كاميابه كاروائيو او د هېواد شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د دښمن ناپاك عزام ناكامه كولو لپاره ټول قام يو موټے دے او لا كاروائۍ روانې دي٬په هره كچه به د هېواد دښمنه سازشونو مخ نيوي كولې شي۔د زيارت په ورځ د سينيټ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل د بلوچستان آپرېشن په مهال د پاك پوځ بهادري او پيشه وره صلاحيت د ستائنې وړ دے٬برآمد شوې وسله او چاودېدونكي توكي د هند د سرپرستۍ ښكاره ثبوت دے٬د دښمن ناپاك عزائم به ناكامه كولې شي او قام يو موټے دے۔سيدال خان ووئيل دا كاروائۍ د “عزم استحكام”وژن لويه كاميابۍ دي ٬سيدال خان شهيدانو ته د پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د هغوي قربانۍ د پاكستان روښانه سباؤن ضمانت دے٬امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكې ادارې د قام لپاره د وياړ سبب دے۔ده ووئيل دهند ملاتړ لرونكے نيټ وركس د پاكستان په زمكه ودې ته به پرې نه ښودلې شي٬پاكستانے قام او وسله وال ځواكونه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره يو ډول عزم لري٬ د ه ووئېل په هره كچه به د دښمن سازشونو مخ نيوې كول وي۔ده ووئيل عزم٬ايمان او يو والې سره امن راوستل به ممكن كولې شي٬ د امنيتي ځواكونو پيشه وره كاركردګي د اولس د تحفظ ضمانت دے

مزید خبریں