اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني بلوچستان كښې امنيتي ځواكونو ته په كاميابه كاروائيو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د هند ملاتړ لرونكو نيټ وركس به د پاكستان په زمكه ودې ته پرې نه ښودلې شي٬كامياب آپريشنز د ترهه ګرۍ مخ نيوي كمپائن افاديت ثابت كړے۔د زيارت په ورځ د سينيټ سيكرټريټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ جيئرمېن ووئيل …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني بلوچستان كښې امنيتي ځواكونو ته په كامياب كاروائيو پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني بلوچستان كښې امنيتي ځواكونو ته په كاميابه كاروائيو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د هند ملاتړ لرونكو نيټ وركس به د پاكستان په زمكه ودې ته پرې نه ښودلې شي٬كامياب آپريشنز د ترهه ګرۍ مخ نيوي كمپائن افاديت ثابت كړے۔د زيارت په ورځ د سينيټ سيكرټريټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ جيئرمېن ووئيل د امنيتي ځواكونو موثر كاروائيو په مهال 18 ترهه ګر وژلې شوي٬په قوي عزم او بهادرۍ د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمه زمونږ مقصد دے۔ده ووئيل پاكستانے قام او ځواكونه په يو پيج دي ٬ د امن عزم پائېدار دے٬د دښمن مداخلتونه زمونږ حوصلې كمزورې كولې نه شي٬ د هند ملاتړ لرونكو نيټ وركس به د پاكستان په زمكه ودې ته پرې نه ښودلې شي۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د امنيتي ځواكونو په قربانيو قام وياړ لري٬هېواد د هر ډول ترهه ګرۍ څخه پاك ساتلو عزم برقرار دے۔ده ووئيل كامياب آپريشنز د ترهه ګرۍ مخ نيوي كمپائن افاديت ثابت كړے ٬د هر سازش به ناكامولو به هېواد د پرمختګ او امن پلو روان ساتلے شي











