اسلام آباد۔30اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف په باجوړ ضلع كښې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کښې د يو زيات مطلوب مشر په شمول د څلورو بهرنیو خارجيانو په وژلو امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کړې دې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا خپرې شوې اعلامیې له مخې وزيراعظم وئيلي چې امنيتي ځواكونو د خپلو پېشه ورو صلاحيتونو له امله زيات مطلوب بهرنے قوماندان امجد …
د وزیراعظم په باجوړ كښې د زيات مطلوب مشر په شمول د څلور ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته درناوې

مزید خبریں
اسلام آباد۔30اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف په باجوړ ضلع كښې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کښې د يو زيات مطلوب مشر په شمول د څلورو بهرنیو خارجيانو په وژلو امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کړې دې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا خپرې شوې اعلامیې له مخې وزيراعظم وئيلي چې امنيتي ځواكونو د خپلو پېشه ورو صلاحيتونو له امله زيات مطلوب بهرنے قوماندان امجد وژلو سره د پاکستان د بشپړتیا د دښمنانو ناوړه ارادې له منځه وړلې دي۔ هغه وویل چې بې ګناه او تش لاس وګړو ته ځاني او مالي زيان رسوونكي به دغسې ماتې خوري۔ وزيراعظم وویل د پاکستان حکومت هېواد د ترهګرۍ له عفريت څخه د پاكولو عزم لري











