اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت اصف علي زرداري په بلوچستان کښې د امنیتي ځواکونو په دوو عملیاتو کښې د هند پراكسي فتنة الهندوستان 18 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې کړې۔دې۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت په چلتن پهاړ كوئټه كښی د استخباراتي معلوماتو په بنياد د د عملیاتو په ترڅ کښې د 14 هندي …
د صدر مملكت آصف علي زرداري بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان 18 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته درناوې

مزید خبریں
اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت اصف علي زرداري په بلوچستان کښې د امنیتي ځواکونو په دوو عملیاتو کښې د هند پراكسي فتنة الهندوستان 18 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې کړې۔دې۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت په چلتن پهاړ كوئټه كښی د استخباراتي معلوماتو په بنياد د د عملیاتو په ترڅ کښې د 14 هندي تمویل شوو ترهګرو وژنه د امنیتي ځواکونو لویه بریا وبلله۔ صدر مملكت د کیچ په بليده سیمه کښې د ترهګرو په پټنځای عملیاتو کښې د څلور نورو ترھګرو په وژل كېدو د امنیتي ځواکونو د زړورتیا ستاینه هم وکړه۔ هغه وویل چې د امنیتي ځواکونو لخوا د سیمې كليئرنس د ترهګرۍ په بشپړه توګه له منځه وړلو عزم عكاسي كوي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري وویل چې امنیتي ځواکونه او د قانون نافذ كوونكې ادارې د عزم استحكام لاندې د ترهګرۍ بشپړه خاتمې عزم لري۔ صدر مملكت د ملت په استازیتوب د امنیتي ځواکونو قربانیو او زړورتیا ته درناوی وړاندې کړو۔











