د پيپرا خپلواكه پوهانو پول به سركاري خريدارۍ كښې سپيځلتيا ته وده وركړي۔د پيپرا ايم ډي

اسلام آباد29 اکتوبر(اے پی پی)پبلك پروكيورمنټ ريګوليټري اتهارټي(پيپرا)او د اقبال ايګزيكټو ډوېلپمنټ سينټر د نېشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټېكنالوجي(نست)به مرسته د پبلك پروكيورمنټ او كنټريكټ منيجمنټ څلور مياشتنيز پيشه وره ډپلومه كورس اختتامي دستورې وشوه۔دې پروګرام د سركاري افسرانو ته د خريدارۍ قوانين٬اي پروكيورمنټ او معاهداتي چارو په اړه پوهه وركړه ۔دستورې ته خطاب كښې د پيپرا منيجنګ ډائرېكټر حسنات احمد قرېشي ووئيل د پاكستان وزيراعظم وژن ترمخه پيپرا …

اسلام آباد29 اکتوبر(اے پی پی)پبلك پروكيورمنټ ريګوليټري اتهارټي(پيپرا)او د اقبال ايګزيكټو ډوېلپمنټ سينټر د نېشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټېكنالوجي(نست)به مرسته د پبلك پروكيورمنټ او كنټريكټ منيجمنټ څلور مياشتنيز پيشه وره ډپلومه كورس اختتامي دستورې وشوه۔دې پروګرام د سركاري افسرانو ته د خريدارۍ قوانين٬اي پروكيورمنټ او معاهداتي چارو په اړه پوهه وركړه ۔دستورې ته خطاب كښې د پيپرا منيجنګ ډائرېكټر حسنات احمد قرېشي ووئيل د پاكستان وزيراعظم وژن ترمخه پيپرا اصلاحات او د كار استعداد كښې زياتوالي لپاره هڅې كوو۔ده ووئيل د نړيوال بانك په مرسته د پروكيورمنټ تربيې لپاره يو فريم ورك جوړولې شي كوم به چې د پروكيورمنټ په حقله تربيتي معيار جامع كولو ٬يو برابر او ګټور جوړولو له مرستياله وګرځي۔د پيپرا ايم ډي اعلان وكړو چې د پوهنتونونو سره په ګډه به ډېرزر د پروكيورمنټ ماسټر ډګري پروګرام پېل كړے شي ٬ دغسې چې سركاري ادارو ته د تربيې لرونكو پوهانو مستقل وركړه ممكن شي۔ده ووئيل د پيپرا تهنك ټينكس او د تعليمي ادارو سره د شراكتدارۍ وده به د ټېكنالوجۍ د لارې ترلاسه ډيټا څخه فيصله سازۍ كښې مرستياله وګرځي۔ده ووئيل پيپرا به د وفاقي ادارو په معاونت سره د خپلواكه پوهانو پول جوړوي۔ كوم به چې د ګيلو خپلواكه ازالې له او د نګرانۍ د لارې سپيځلتيا او انصاف له وده وركړي۔ايم ډي د دې خبرې پخلے وكړو چې اداره به د جديد ټېكنالوجۍ٬پالېسۍ سازۍ او د جامع تربيتي پروګرام د لارې پروكيورمنټ نظام په جديد ډول برابروي ۔د دستورې په آخر كښې ايم ډي حسنات احمد قرېشي او جنرل منيجر آئي اي ډي سي نسټ محمد علي ګډون كوونكو له سندونه وركړل

مزید خبریں