اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د مسلم ليګ(ن)آزاد جمو كشمير جنرل سېكرټري طارق فاروق٬سينئر لارښود نجيب نقي او د اطلاعات سېكرټري بيرسټر افتخار ګيلاني د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے دے ۔د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د آزاد جمو كشمير په موجوده سياسي صورتحال او د شريكې خوښې په …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د مسلم ليګ(ن)آزاد جمو كشمير جنرل سېكرټري طارق فاروق٬سينئر لارښود نجيب نقي او د اطلاعات سېكرټري بيرسټر افتخار ګيلاني ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د مسلم ليګ(ن)آزاد جمو كشمير جنرل سېكرټري طارق فاروق٬سينئر لارښود نجيب نقي او د اطلاعات سېكرټري بيرسټر افتخار ګيلاني د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے دے ۔د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د آزاد جمو كشمير په موجوده سياسي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو تفصيلي خبرې وشوې۔لارښودو وفاقي وزير د ګوند په تنظيمي هلو ځلو او آزاد جمو كشمير كښې په روانو سياسي چارو خبر كړو۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام په دې موقع ووئيل وفاقي حكومت د آزاد كشمير پرمختګ او اولس خوشحالۍ لپاره هر ممكنه مرسته به روانه ساتي۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وفاقي حكومت د ټولو برخو په مشاورت او هم آهنګۍ باور لري۔طارق فاروق٬نجيب نقي او بيرسټر افتخار ګيلاني د وفاقي وزير مننې كولو سره ووئيل مسلم ليګ(ن)آزاد كشمير مركز سره نزدې رابطه كښې لري او د اولس مسئلو حل لپاره به شريكې هڅې روانې وي











