د هارون اختر خان په مشرۍ كښې د لیوګونګ ایګري کلچرل مشینرۍ سي اي او او د هېواد ټریکټر مینوفیکچررز سره غونډه ، د زرعۍ مشینرۍ په اړه د مقامي پیداوار زياتولو او په تکنیکي همكارۍ زور

اسلام آباد۔29اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم د صنعت و پیداوار لپاره خاص معاون هارون اختر خان په مشرۍ كښې د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د لیوګونګ ایګري کلچرل مشینرۍ سي اي او فرینک وانګ او د پاکستان نامتو ټریکټر مینوفیکچررز سره يوه د اعلیٰ كچ غونډه وشوه ۔ غونډه كښې د جدید ټریکټر ټیکنالوجۍ تعارف، د ګني وهلو لپاره په مشینرۍ او پاکستان كښې د زرعي آلات …

اسلام آباد۔29اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم د صنعت و پیداوار لپاره خاص معاون هارون اختر خان په مشرۍ كښې د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د لیوګونګ ایګري کلچرل مشینرۍ سي اي او فرینک وانګ او د پاکستان نامتو ټریکټر مینوفیکچررز سره يوه د اعلیٰ كچ غونډه وشوه ۔ غونډه كښې د جدید ټریکټر ټیکنالوجۍ تعارف، د ګني وهلو لپاره په مشینرۍ او پاکستان كښې د زرعي آلات په مقامي جوړولو تفصیلي خبرې وشوې ۔فرینک وانګ غونډې ته د لیوګونګ کمپنۍ د کار په اړه ووئېل کمپني درنه مشینري لكه کرینز، لوډرز، ایکسکیویټرز، ټریکټرز او بلډوزرز جوړوي ۔ هغه ووئېل لیوګونګ خپلو شراکت دارو ته زرعي مشینري ، شوګر کین هارویسټنګ او د جدید ټیکنالوجۍ په اړه تربیه وركوي ۔ هارون اختر خان د پاکستان ټریکټر مینوفیکچررز او د لیوګونګ تر مينځه د مشترکه منصوبو په اهمیت زور راوړولو سره ووئېل د مقامي پیداوار صلاحیت زياتولو او د ټیکنالوجي تبادلې لپاره دا همكاري ضروري ده ۔ هغه ووئېل جدید ټیکنالوجي، كركيله او مقامي مینوفیکچرنګ سیکټر نزدې كول د وخت ضرورت دے ۔هغه ووئېل د زرعي مشینرۍ مقامي جوړښت سره به د روزګار موقعې راپیدا شي او د برآمدات نوې دروازې به پرانستلې شي۔

مزید خبریں