اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن سينيټر عائشه رضا فاروق د ګلوبل پولیو ایریډیکیشن انیشیټو لخوا د پاكستان اولنۍ "جینډر چمپیئن" غوره كړې شوې ده٬ دا اعزاز دې ته د دې د مشرتابه ٬ په پبلك هېلتھ كښې صنفي مساواتو ته د ودې وركولو او د مېرمنو په خپلو پښو اودرولو له د دې نه بدلونكي تړون د اعتراف په توګه وركړے شوے دے۔ …
سينيټر عائشه رضا فاروق د پاكستان اولنۍ “جینډر چمپیئن” غوره كړې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن سينيټر عائشه رضا فاروق د ګلوبل پولیو ایریډیکیشن انیشیټو لخوا د پاكستان اولنۍ “جینډر چمپیئن” غوره كړې شوې ده٬ دا اعزاز دې ته د دې د مشرتابه ٬ په پبلك هېلتھ كښې صنفي مساواتو ته د ودې وركولو او د مېرمنو په خپلو پښو اودرولو له د دې نه بدلونكي تړون د اعتراف په توګه وركړے شوے دے۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشن سېنټر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا تقرري د عائشه دهغه پرله پسې هڅو اعتراف دے كومې چې دا د پاكستان د پوليو مخنيومي پروګرام كښې د صنفي نقطه نظر په فعاله توګه شامولو او عملدرآمد په ټولو پړاؤنو كښې د مېرمنو مشرتابه او د هغوي كردار مضبوطولو له كوي۔ د جينډر چمپيئن په حېث عائشه رضا فاروق ددې عزم پخلے وكړو چې هغه به د روغتيا په څانګه كښې د مېرمنو مشرتابه مضبوطولو ٬ د فرنټ لائن مېرمنو وركرز غږ لا رامخې ته كولو او د پروګرام په ټولو پړاؤنو كښې صنفي شموليت او ځواب وركول باوري كولو له خپلې هڅې روانې ساتي











