د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر ايمل ولي خان ماسكو كښې د فلسطين پلاوي سره ملاقات

اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د خپلې روس دورې په مهال ماسكو كښې د آېشين پارليماني اسمبلۍ سماجي او كلتوري چارو قائمه كمېټۍ غونډې په موقع د فلسطين نمائنده پلاوي سره ملاقات كړے دے ۔د شورو په ورځ د اے اين پي لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د منطقې موجوده صورتحال او فلسطين كښې به روان …

اسلام آباد 29 اکتوبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر سينيټر ايمل ولي خان د خپلې روس دورې په مهال ماسكو كښې د آېشين پارليماني اسمبلۍ سماجي او كلتوري چارو قائمه كمېټۍ غونډې په موقع د فلسطين نمائنده پلاوي سره ملاقات كړے دے ۔د شورو په ورځ د اے اين پي لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د منطقې موجوده صورتحال او فلسطين كښې به روان ظلم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ايمل ولي خان د فلسطين اولس سره د يو والي څرګندونې كولو سره ووئېل عوامي نېشنل پارټي په تاريخي توګه تل د بې ګناه اولس سره ولاړه ده او د فلسطينيانو د آزادۍ د حق خود اراديت هلو ځلو بشپړ ملاتړ كوي۔