آئین د اولس او ریاست تر مينځه تل پاتي لوظ نامه ده ، د آذربائیجان آئیني استحکام د قامي یووالي روښانه مثال دے ، د سېنېټ چیئرمین بېن الپارلماني کانفرنس ته خطاب

باکو۔29اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني وئېلي دي آئین د اولس او ریاست تر مينځه تل پاتي لوظ نامه ده ، د آذربائیجان آئیني استحکام د قامي يووالي روښانه مثال دے، پاکستان او آذربائیجان په تاریخي او مذهبي مماثلتونو تړلي دي ۔ د شورو په ورځ د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بیان تر مخه د دې خیالاتو اظهار هغه باکو كښې بین الاقوامي پارلیماني کانفرنس …

باکو۔29اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني وئېلي دي آئین د اولس او ریاست تر مينځه تل پاتي لوظ نامه ده ، د آذربائیجان آئیني استحکام د قامي يووالي روښانه مثال دے، پاکستان او آذربائیجان په تاریخي او مذهبي مماثلتونو تړلي دي ۔ د شورو په ورځ د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بیان تر مخه د دې خیالاتو اظهار هغه باکو كښې بین الاقوامي پارلیماني کانفرنس ته خطاب کښې وكړو۔ سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل آئین د ریاستي خودمختارۍ ، قامي وحدت او د انصاف اساس دے، آئین د اولس او ریاست تل پاتي لوظ نامه ده ، آذربائیجان د آئیني استحکام او د قامي یوالي روښانه مثال دے۔ هغه ووئېل د صدر الهام علییف په مشرۍ كښې آذربائیجان د ترقۍ او خودمختارۍ ئوے تاریخ رقم كړو ۔ هغه د آئین په 30مه سالګرہ د آذربائیجان اولس او قیادت ته مبارکي وركړه۔ سید یوسف رضا گیلاني ووئېل كال 2025ء د ’’ آئین و خودمختارۍ‘‘ كال ګرځول د آذربائیجان د جمهوري عزم مظهر دے ، پاکستان او آذربائیجان تاریخي او په مذهبي مماثلتونو تړلي شوي دي ۔ چیئرمین سینیټ ووئېل د پاکستان آئین د آزادۍ، خودمختارۍ او د جمهوري استحکام ضمانت دے، 18م آئیني ترمیم د وفاق د مضبوطیا او د جمهوریت د استحکام علامت دے، د پاکستان پارلیمان د ا بشري حقونو ، د مېرمنو د اختیار مندۍ او عدالتیي سپېځلتيا لپاره ښكاره قانون سازي كړې۔ هغه ووئېل خودمختاري په نن دور كښې په شرېكه مرسته او د نړيوال قانون په احترام ممکن ده ، د جمهوري ادارو مضبوطیا او اولسي شمولیت بس د خودمختارۍ لاره ده۔ هغه ووئېل راروان مياشت به په اسلام آباد كښې بین‌الپارلیماني اسپیکرز کانفرنس کېږي ۔ چیئرمین ووئېل د باکو کانفرنس د نړيوال پارلیماني یو والي او د آئیني جمهوریت د ودې علامت دے۔

مزید خبریں