ګرين كلائميټ فنډ ’’ګلیشیئرز ټو فارمز‘‘ پروګرام لپاره د 25 كروړه ډالرو منظوري وركړې شوه

اسلام آباد۔29 اکتوبر(اے پی پی) د اېشين ډوېلپمنټ بنك ګرين كلائميټ فنډ لخوا ’’ګلیشیئرز ټو فارمز‘‘ پروګرام لپاره د 25 كروړه ډالرو منظوري وركړې ده۔ د شورو په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې دا پروګرام به د اېشیائی پرمختيائي بنك ترسېوري لاندې د پاكستان په شمول 9 هېوادونو كښې پېل شي۔ د دې منصوبې مقصد په ګلېشیئر انحصار كوؤنكو منطقو كښې د اوبو او كركيلې نظام مضبوطول دي۔ …

اسلام آباد۔29 اکتوبر(اے پی پی) د اېشين ډوېلپمنټ بنك ګرين كلائميټ فنډ لخوا ’’ګلیشیئرز ټو فارمز‘‘ پروګرام لپاره د 25 كروړه ډالرو منظوري وركړې ده۔ د شورو په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې دا پروګرام به د اېشیائی پرمختيائي بنك ترسېوري لاندې د پاكستان په شمول 9 هېوادونو كښې پېل شي۔ د دې منصوبې مقصد په ګلېشیئر انحصار كوؤنكو منطقو كښې د اوبو او كركيلې نظام مضبوطول دي۔ منصوبې سره اړونده اعلاميه كښې دا هم ووئيل شول چې اے ډی بی به راروانو لسو كلونو كښې په منصوبو د 3.25 ارب ډالر سرمايه كاري كوي۔ د اے ډی بی دې پروګرام څخه به 1.3 کروړ وګړي په خاص توګه كرونده ګر او غرئيزې سيمې استفاده وكړي۔ د اعلامیې له مخې ګليشيئرز څخه وتونكې څلور لويې تالابونه نارین، پیانج، کُورا او سوات به د دې پروګرام برخه وي۔ دې پروګرام سره به د اوبو كمي او سخت ګرمۍ سره مخ كميونټيز لپاره سماجي تحفظ مضبوط شي۔ د اے ډی بی ګرین کلائمېټ فنډ (جی سی اېف) د نړۍ تر ټولو لويې ماحولياتي فنډ دے د كوم لادې چې 43 مه د بورډ غونډه كښې د اوسني پروګرام منظوري وركړې شوې ده۔

مزید خبریں