تهران۔29اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شورو په ورځ د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په پاك ايران اړيكو ٬ دوه اړخيزه مرسته او د منطقې په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې وفاقي وزير د وزيراعظم شهباز شريف لخوا ايراني صدر لپاره د نېكو هيلو او خېرسګالۍ پېغام ورسولو۔ په دې …
د وفاقي وزير محسن نقوي د ايران صدر ډاكټر مسعود پرشكيان سره ملاقات ٬ په پاك ايران اړيكو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
تهران۔29اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شورو په ورځ د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په پاك ايران اړيكو ٬ دوه اړخيزه مرسته او د منطقې په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې وفاقي وزير د وزيراعظم شهباز شريف لخوا ايراني صدر لپاره د نېكو هيلو او خېرسګالۍ پېغام ورسولو۔ په دې موقع وفاقي وزير د پاک افغان پولې روانې وضعې او په منطه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان په هڅو بشپړ بريفنګ وركړو۔ د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان د پاک افغان تاؤ تريخوالي ختمولو له د ورورولۍ كردار ترسره كولو وړاندېز سره ووئيل ايران پاكستان سره اړيكو ته خصوصي اهميت وركوي۔ ده ووئيل ايران د خپل ورور هېواد پاكستان مرسته كله هم هېرولې نه شي۔ صدر مسعود پزشكيان په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل ايران او پاكستان دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو بلها موقعې لري كومو څخه چې د دواړو هېوادونو اولس ګټه پورته كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل ایران او پاکستان د سيمه ايز امن او استحكام همكاران دي او د دواړو هېوادونو ترمينځه نزدې مرسته او همكاري د منطقې پرمختګ او سوكالۍ لپاره ډېره مهمه ده۔ ملاقات په زړه پورې چاپېريال كښې وشو په كوم كښې چې د دوه اړخيزه باور او ملګرتيا خپلوليو لا مستحكمولو له د عزم پخلے وشو۔











