ډھاکه۔29 اکتوبر(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك په ډھاكه كښې د بنګله دېش اعلی چارواكو سره مهم ملاقاتونه كړې دي ۔ د پټروليم ډويژن وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقی وزیر د خارجه چارو سلاحكار اېم توحيد حسين سره ملاقات وكړو۔ دواړو اړخونو د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د اداره جاتي مېكانزم غونډو په بحالۍ د اطمينان څرګندونه او د رابطې ٬ …
د وفاقي وزير علي پرويز ملك د بنګله ديش اعلی چارواكو سره ملاقاتونه ٬ بيلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق

مزید خبریں
ډھاکه۔29 اکتوبر(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك په ډھاكه كښې د بنګله دېش اعلی چارواكو سره مهم ملاقاتونه كړې دي ۔ د پټروليم ډويژن وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقی وزیر د خارجه چارو سلاحكار اېم توحيد حسين سره ملاقات وكړو۔ دواړو اړخونو د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د اداره جاتي مېكانزم غونډو په بحالۍ د اطمينان څرګندونه او د رابطې ٬ توان او قدرتي وسائلو په شمول په بېلو څانګو كښې د همكارۍ موقعو په زياتولو يې اتفاق وكړو۔ په دې موقع بنګله دېشي سلاحكار د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د نېغ په نېغه پروازونو بحالۍ په اهميت زور راوړو۔ دغسې وفاقی وزیر سره د تجارت ٬ ټېكسټائل ٬ سول ايوي اېشن او سېلګرۍ سلاحكار شېخ بشير الدين او د توان او معدني وسائلو سلاحكار اېم فوز كبير هم ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه تجارتي مرستې په زياتولو او د توان په څانګه كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر علی پروېز ملک 20 كاله پس د جوائنټ اكنامك كمېشن غونډه خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د پاكستان او بنګله دېش په اړيكو كښې يو نوے باب شروع شوے دے











