پاکستان د اسرائیل لخوا د غزہ امن لوظ نامې د خلاف ورزیو سخته غندنه وكړه

اسلام آباد۔29اکتوبر (اے پي پي) پاکستان غزہ كښې د اسرائیل قابض پوځ د نوو بريدونو سخته غندنه كړې ده ٬ د كومو په نتیجه كښې چې عام وګړي شهیدان شوي ۔ د خارجه دفتر وياند د شورو په ورځ جاري بیان كښې ووئېل دا کارروائۍ د نړيوال قانون بيخي خلاف ورزۍ سره سره په اوسنو كښې د شوې امن لوظ نامې هم خلاف ورزي ده ۔ بیان تر مخه د …

اسلام آباد۔29اکتوبر (اے پي پي) پاکستان غزہ كښې د اسرائیل قابض پوځ د نوو بريدونو سخته غندنه كړې ده ٬ د كومو په نتیجه كښې چې عام وګړي شهیدان شوي ۔ د خارجه دفتر وياند د شورو په ورځ جاري بیان كښې ووئېل دا کارروائۍ د نړيوال قانون بيخي خلاف ورزۍ سره سره په اوسنو كښې د شوې امن لوظ نامې هم خلاف ورزي ده ۔ بیان تر مخه د اسرائیل قابض پوځ دغسې جارحانه اقدامات سره منطقه كښې پائیدار امن او استحکام راوستو لپاره نړيوالو هلو ځلو ته د زيان رسولو خطر لري۔ بیان كښې پاکستان د نړيوالۍ ورورولۍ نه مطالبه وكړه چې هغه د اسرائیل قابض پوځ د اړخه د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ سمدستي بندې كړي ۔ وياند زياته كړه پاکستان د جون 1967 نه د وړاندې سرحدونو تر مخه د يو آزاد، خود مختار، د عمل وړ فلسطين ریاست جورېدو لپاره د خپل اصولي موقف پخلے كوي د كوم پايه تخت چې القدس الشریف وي۔

مزید خبریں